د بلوچستان په بوري کې ټولو ګوندونو نن د زیارت/پنجشنبې پر ورځ په یوه لویه ولسي غونډه کې پر حکومت غږ وکړ چې د سیمې امنیت ساتلو زمه واري دې پوره کړي.
دې ګوندونو او سوداګرانو په لورالايي/ بوري کې د ناامنیو ضد کاربندیز او جلسه وکړه چې ورته ګڼو مشرانو ویناګانې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د نهې پر ورځ په سیمه کې د پولیسو پر دفتر په برید کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.
د بوري نننۍ غونډې د بلوچستان له صوبايي حکومته غوښتنه وکړه چې د پولیسو ډي ای جي په دوتر پر برید کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته دې یو یو کروړ روپۍ مرسته وکړي او د ټپیانو درملنه دې په سرکاري لګښت وکړي او مالي مرسته دې ورسره وکړي.
د غونډې ویناوالو په خپلو خبرو کې د بوري پولیس وستایلی چې په خپلو سرښندونو د ګڼو نورو خلکو ژوند وژغورلی.
په عین وخت کې په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونه غړیو او پلویانو مظاهره کوله چې پولیسو ورباندې اوښکې بهوونکی ګیس پاشلی او شپږ کسان یې ونیول خو ځینې سرچینې بیا د پي ټي اېم د درې پلویانو د نیولو خبره کوي.
پولیسو ویلي چې دا کسان یې د دولت خلاف د نعرو وهلو په تور نیولي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو نن پر دویمه ورځ هم په بوري کې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی.
هلته د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوي څانګې یوه ډله هم په چارشنبه له کوټې څخه لورالايي/ بوري ته رسېدلې چې د جنورۍ پر ۲۹مه نېټه د پولیسو پر دفتر یې د حملې پلټنې پیل کړې دي.
په هغه برید کې نهه کسان وژل شوي او ۲۱ ژوبل ول. د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.