د لاسرسي ځای

تازه خبر

لورالايي کې د خونړي برید پرضد احتجاج


د ارشیف تصویر
د لورالايي ښار یوه کوڅه
د ارشیف تصویر د لورالايي ښار یوه کوڅه

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي کې د په سېشنبه د ډي ای جي پر دوتر د ترسره شوي وسله وال برید چې پکې نهه تنه وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل دي نن چارشنبه یې پرضد په لورالايي او کلاسېف الله کې احتجاج روان دی.

د احتجاج غږ سیاسي ګوندونو او سوداګرو کړی. دمګړۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان هم په لورالايي کې د پرېس کلب مخې ته په احتجاج راټول دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د لورالايي د پولیسو د ډي ای جي پر دوتر شوی برید غندلی دی.

راډیو پاکستان نن پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې عمران خان د امنیتي ځواکونو د ځوابي کاروایۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه د د ښمن مات ذهنیت ښکاره کوي.

همدارنګه د پاکستان ولسمشر عارف علوي بیا په یو ټویټر بیان کې ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ خلاف جنګېږي او دوی د بري امید کوي.

د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا د ادارې ای ایس پي ار په وینا په دې حمله کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل شوي دي.

حکومتي چارواکي وايي، ټول بریدګر هم د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي او د ډی ای جي کمپلیکس ودانۍ پاکه کړل شوې ده.

د دغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG