د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قرېشي د وروستيوو سفرونو اصلي هدف څه وو؟


شاه محمود قرېشي د خپل روسي سيال، سرګي لاوروف سره د ملاقات پر مهال
شاه محمود قرېشي د خپل روسي سيال، سرګي لاوروف سره د ملاقات پر مهال

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي د دسمبر په څلور ويشتمه سيمه ييزو هېوادونو ته د سفر لومړۍ دمه په افغانستان کې وکړه. هغه تر دې څو ورځې مخکې هم د افغان چارواکو سره خبرو لپاره ورغلی وو او دا یې په لسو ورځو کې دوهم سفر وو.

نوموړي په کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او بهرنيوو چارو وزير صلاح الدین رباني سره وکتل. د هغه دفتر په خپله خبرپاڼه کې ويلي وو چې پاکستان غواړي افغانستان، چين، ايران او روس ته د قريشي له سفرونو د طالبانو سره د جګړې ختمولو لپاره خبرې وکړي. د دې درې ورځني سفرونو لړۍ د روس په مسکو کې پای ته ورسېده.

د پاکستان ورستئ هڅې په افغانستان کې د امن لپاره نه بلکې په افغانستان کې د طالبانو لپاره دي.
تقي

د سياسي چارو پوه، ډاکټر محمد تقي وايي پاکستان د دې لپاره د سيمه ييزو هېوادونو ملاتړ غواړي چې طالبانو سره د امريکايانو د خبرو د ممکنه کاميابۍ او له افغانستانه د بهرنيوو ځواکونو وتلو په صورت کې یې د ځان په ګټه وکاروي. (( پاکستان د امريکې سره د اړيکو له مداره ډېر وختي وتلی دی. د پاکستان او چين اړيکې هم د امريکې په ګټه نه دي. نو په داسې حال کې بايد امريکا پاکستان ته ووايي که تاسي رښتيا د افغانستان د امن لپاره کار کول غواړئ نو د طالبانو مشر ملا هېبت الله چې د راپورونو ترمخه په پاکستان کې دی، هغه افغانانو سره خبرو له ورولئ.))

امريکايي چارواکو په متحده عرب اماراتو کې د دسمبر په ۱۷مه کتلي وو. د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي وو چې دا ملاقات دوی تر هغه خط ورسته برابر کړی وو چې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ده ته لېږلی وو او پکې يې د مرستې غوښتنه کړې وه.

پاکستان دريځ لري چې د افغانستان او سيمې امن ته ژمن دی ځکه خو يې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې په زرګونو پوځيان او ولسي وګړي وژل شوي دي.

واشنګټن مېشته، سياسي چارو څېړونکی مايکل کوګلمين مشال راډيو ته وويل چې امريکايان د افغانستان جګړې ختمولو په لټه کې دي نو ځکه کله د پاکستان خلاف سخت بيانونه ورکوي او ځيني وخت ورسره نرمي ښيي.

ده زياته کړه: ((د واشنګټن او اسلام اباد د خرابو اړيکو سربېره هم امريکا غواړي پاکستان په دې مسله کې دخيل وي. غواړي چې پاکستان پر طالبانو خپل اثر رسوخ وکاروي. خو په همدې حال کې د پاکستان پر خاوره د طالبانو خوندي ځايونو ته يې هم پام دی. نو ځکه کله له زور او کله له ارامو خبرو کار اخلي. دوی غواړي چې پاکستان هم طالبان مذاکراتو ته راولي او هم يې پټنځايونو ليري کړي.))

پاکستان پر خپله خاوره د طالبانو مرکزونه نه مني. دوی دريځ لري چې د افغانستان امن لپاره به پر يادې وسله والې ډلې خپل محدود اثر رسوخ وکاروي.

بلخوا طالبانو په بيا بيا د افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی دی. د دوی په لويو غوښتنو کې له افغانستانه د خوا او شا لس زره بهرنيوو ځواکونو د ويستلو لپاره د مهالويش ټاکل او د بنديانو خوشي کول شامل دي. افغان چارواکي بيا وايي چې پر دې مسلو هله خبرې کېدای شي چې د دواړو خواوو ترمنځ نېغ په نېغه خبرې پېل شي.

XS
SM
MD
LG