د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وېنزوېلا سپریم کورټ پر خوان ګواډو سفري بندیز ولګاوه


وېنزوېلا د اپوزیشن مشر خوان ګواډو
وېنزوېلا د اپوزیشن مشر خوان ګواډو

د وېنزوېلا سپریم کورټ د اپوزیشن پر مشر خوان ګواډو سفري بندیزونه لګولي او د هغه د بانک اکاونټونه يې کنګل کړي دي.

د عدالت لخوا دا پریکړه د جنورۍ پر ۲۹مه وروسته له هغې مخې ته راغلې ده چې تیره اونۍ ګوایدو ځان د هیواد عبوري ولسمشر اعلان کړ.

امریکا او نورو هیوادونو د وینزویلا ولسمشر نیکولس مدورو غیر قانوني ګرځولې او د ګواډو مرسته کوي.

امریکا د وېنزوېلا د تیلو په حکومتي کمپنۍ هم بندیزونه عملي کړي.

د جنورۍ پر ۲۹مه د وېنزوېلا اټارني جنرل په ګواډو تور ولګاوه چې د هېواد په کورنیو چارو کې د مداخلت لپاره له بهرنیو هېوادونو سره مرسته کوي او عدالت ته يې په دغه اړه د پلټنو خواست وکړ.

عدالت چې ډېر پکې د مدورو وفاداره دي، په ګواډو سفري بندیزونه ولګول او د هغه بانک اکاونټونه يې کنګل کړل.

د دې په رد عمل کې د امریکا قامي سلامتۍ سلاکار جان بولټن هغه خلکو ته خبردارې ورکړ چې جمهوریت او ګواډو ته د زیان رسولو هڅې کوي.

روسیه د مدورو مرسته کوي او د بندیزونو لګولو لپاره يي په واشنګټن ټکونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG