د پاکستان سپريم کورټ د مذهب سپکاوي په مقدمه کې د اسيه بي بي د خوشېکېدو ضد د بيا کتنې خواست رد کړ او د هغې د پرېښودو امر يې وکړ. د سپريم کورټ د فیصلې له مخې اسيه بي بي بې ګنا ده او په دروغه پرې تورنه لګول شوي ول.
دا چې اسيه بي بي اته کاله قېد د درواغو تورونو له وجې تېر کړ نو د پاکستان ځينې سياسي ګوندونه او اسلامي نظرياتي کونسل وايي بايد چې د مذهب سپکاوي ضد قانون ناسم استعمال ودرول شي او په دې لړ کې قانون سازۍ پکار ده.
د پاکستان مسلم ليګ (ن) يو مشر او سېنېټر پروېز رشيد وايي اکثره داسې شوي چې د يو تن له بل تن سره دښمني وي او له هغه انتقام اخیستل غواړي نو پرې د مذهب سپکاوي تورونه ولګوي او همداراز د مذهب سپکاوي ضد قانون اکثره د شخصي دښمنيو او انتقام اخیستو لپاره کارول شوی دی.
هغه بېګا ناوخته مشال راډيو ته وويل پکار ده چې د دې قانون ناسم استعمال ودرول شي: ''د مذهب د سپکاوي ضد قانون استعمال داسې شوی چې خلکو ته ترې انصاف نه دې رسېدلی او هم زياتره مسلمانان د دې قانون ښکار شوي. بايد چې پارلېماني غړي په دې لړ کې قانون سازي وکړي او چې کوم کس په دروغه د مذهب د سپکاوي تورونه لګوي نو بايد چې هغه ته سزا ورکړل شي. دغه دروغژن کس ته دومره د قېد سزا ورکول پکار دي، څومره چې د ده د درواغو له وجې يو تن تېرا کړې وي.''
سېنېټر پرويز رشيد وايي په دې لړ کې د قانون سازۍ لپاره پکار ده چې د مسلم ليګ (ن) په ګډون ټول سياسي ګوندونه او مذهبي عالمان له يوبل سره مشوره وکړي.
د عوامي نېشل ګوند يو مشر او پارلېماني غړی امير حېدر خان هوتي هم له دې سره اتفاق کوي او وايي چې په دې لړ کې قانون سازۍ ته اړتيا ده: له مشال رېډيو سره په خبرو کې هغه وويل: ''تر ټولو مخکې عالمانو ته پکار ده چې ولس په دې مسله پوهه کړي.''
د جماعت اسلامي يو مشر پروفسر ابراهيم هم وايي په دروغه د مذهبي د سپکاوي تورنو لګولو بايد مخه ونيول شي . البته نوموړي پرون مشال راډيو ته وويل چې په ټول قانوني نظام کې بدلون پکار دي: ''د مذهب په رڼا کې په ټول قانوني نظام کې اصلاحات پکار دي.''
د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز هم وايي چې پر دورغه په چا د مذهب د سپکاوي تورنه لګول له اسلام سره په ټکر کې دي او که حکومت د دې د مخنيوي په لړ کې له دوی تجاويز وغواړي نو دوی يې ورکولی شي: ''که چېرته حکومت رانه تپوس وکړي نو موږ ورته په دې اړه د قانون سازۍ په لړ کې وړانديزونه ورکولی شو.''
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اکتوبر پر ۳۱مه ولس ته په خپله وینا کې د اسیې بي بي په اړه د سپریم کورټ پرېکړه له ایین او قانون سره سمه بللې وه.
د ۲۰۰۹ز کال د جون پر ۱۴مه د پنجاب په شیخوپوره کې دوو مسلمانو ښځو پر یوې عیسوۍ اسیې بي بي د اسلام د پیغمبر د سپکاوي تور پورې کړ او پولیسو بي بي ونیوله او یوه عدالت نوموړې ته د مرګ سزا واوروله ځکه چې د پاکستان د مذهب د سپکاوي ضد قانون له مخې که پر یوه کس د پیغمبر د سپکاوي تور ثابت شي نو عدالت ورته د پانسۍ سزا اورولای شي.
خو د پاکستان سپريم کورټ د ۲۰۱۸ م کال د اکتوبر پر ۳۱مه پرېکړه وکړه چې د مذهب په سپکاوي تورنه ۴۵ کلنه عیسوۍ مېرمن اسيه بي بي بېګناه ثابته شوې او سمدستي دې خوشي کړل شي .خو د دې فیصلې ضد قاري محمد سلام نومې تن د بیا-کتنې خواست کړی وو چې په سېشنبه عدالت رد کړ او ویې ويل چې فیصله بلکل سمه وه او اسيه بي بي بې ګناه ده.