د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې لسګونه وزیرستانیو کډوالو کسبونه زده کړل


د پروګرام ۷۰ فیصده ګډونوال د وزیرستان کډوال ول چې ګنډل او ګلدوزي او نور کسبونه یې زده کړل
د پروګرام ۷۰ فیصده ګډونوال د وزیرستان کډوال ول چې ګنډل او ګلدوزي او نور کسبونه یې زده کړل

خوست - د افغانستان په خوست کې ولایت کې ۱۲۰ تنو سړیو او ښځو، چې ۷۰ فیصده يې وزیرستاني کډوال دي، په څلورو بېلابېلو برخو کې د کسبونو د زده کړو شپږ میاشتنۍ پروګرام ډېسېمبر پر ۳۱مه پای ته ورساوه.

پروګرام د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری یا UNHCR په مالي لګښت پلی شو، په پای کې هر یو فارغ کس ته د کاروبار د پیلولو لپاره ۲۲۹۰۰ افغانیو په ارزښت وسایل او توکي هم ورکړل شول.

د پروژې ګډونوالو خوښ ول، چې تر دې وروسته به وکولی شي چې ځانته کاروبار پیل کړي او خپلو کورنیو ته ګټه وټه وکړي.

په خوست کې ۱۲۰ تنو وزیرستانیو کډوالو او ځايي اوسیدونکو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ، نلدوانۍ او د موټرسایکلو د ترمیم په برخه کې د کسبونو د زده کړې له پروګرامه تر فارغیدو وروسته د کار د وسایلو مکملې بستې او د کسب اړوند د خامو موادو د رانیولو لپاره هر یو ته ۹-۹ زره افغانۍ هم ورکړل شوې.

په پروژه کې ۱۲۰ ښځو او سړیو ته روزنه ورکړل شوه
په پروژه کې ۱۲۰ ښځو او سړیو ته روزنه ورکړل شوه

پروژه د ډاکار موسسې لخوا پلي شوه، سیمه ایز مشر يې محمدسعید مشال راډیو ته وویل، ددې بروژې ۸۴ تنه ګډونوال وزیرستاني کډوال او ۳۶ تنه ځايي اوسیدونکي وو، چې نیمايي ښځې وې.

نوموړي زیاته کړه:

"په ټوله کې ۱۲۰ تنه زده کوونکي دي، چې نیمايي ښځې او نیمايي نارینه دي، دوی په څلورو رشتو کې زده کړې کړي، چې د ګلدوزي، خیاطي، نلدواني او د موټرسایکلو د ترمیم برخې دي، همداشان هر شاګرد ته د کار وبار د پیلیدو په خاطر باندې د ابزارو یوه بسته او د ۹ زرو افغانیو په قیمت باندې دوی ته جنس او سامان د خپلې مربوطې حرفې لپاره ورکول کیږي."

د کار او کسب د زده کړې د یادې برنامې فارغ شوي ښځې او نارینه هم خوشاله دي او وايي، چې تر دې وروسته کولی شي، په مستقلانه توګه کار وبار وکړي.

حکیم خان چې د نلدوانۍ په برخه کې زده کړې کړي وايي، د دوی د زدکړو تاثیر داسې دی، لکه یو نابینا کس چې د روغو سترګو خاوند شي.

دی وايي، پخوا يې د ګټې وټې هیڅ طریقه نه وه، خو اوس ورته د کار او مزدوری یوه لار جوړه شوه.

په دې برنامه کې د ګلان کېمپ یو شمېر ښځینه وزیرستانیو کډوالو ښځو هم کسبونه زده کړل.

یوه تنه میرمن چې خاوند يې په نشو روږدی دی وايي، تر دې وروسته کولی شي، ماشومانو ته په خپله نفقه پیدا کړي:

"زه د کېمپ کډواله یم نوم مې شګفته دی، پنځه کاله کیږي چې خوست ته راغلي یو، ډېر خوارو زار وو، ماشومان مې وږي تږي وو، هیڅ وجه مو نه درلوده، بې تعلیمه يې راباندې دومره کسب زده کړ چې پدې موده کې مې اویا جوړه جامې ګنډلي دي، د هغې پیسې يې هم راکړې، څلور زره افغانۍ يې میاشتنۍ معاش هم راکاوه، اوس خپله کورنۍ پرې ساتلی شم، خاوند مې نشه يي وو، هر وخت به مو جنجال وو اوس زه خپله کار او ګټه کولی شم."

د پروګرام ګډونوال وايي روزنې ورته ګټه ورسوله
د پروګرام ګډونوال وايي روزنې ورته ګټه ورسوله

د سمیې په نوم یوه بله مېرمن هم وايي، ځکه يې کسب زده کړ، چې د کورنۍ اقتصادي ستونزې يې ډېرې وې.

نوموړې وايي، اوس يې ګلدوزي زده کړې او کولی شي، په خپلو کورونو کې ددې کسب له لارې ګټه وکړي.

بل لوري ته مدني فعالان دا ډول برنامې ګټورې بولي او د دوام غوښتنه يې کوي.

مدني فعاله نادیې باوري وویل: "لدې پروګرام نه زه په خپله هم د یوې مدنې فعالې په توګه ډېره خوښي څرګندوم، ځکه چې دا پروګرام زموږ د مهاجرو کډوالو لپاره وو، ډېر موثر تمام شو، ښه –ښه کیټونه يې ورکړل، همدارنګه دوی په کې پدې شپږو میاشتو کې ډېر څه زده کړل، دوی کولی په اینده کې خودکفاء شي او خپل ژوند پرمخه یوسي، که دوام وکړي ډېر ګټور دي، ځکه زموږ ډېرې خویندې به مسلکي شي، ټولې خو نشي کولی چې تعلیم وکړي، نو د مسلک په زده کړه هم کولی شي، خپلې څه نا څه ستونزې پرې حل کړي."

د ډاکار د موسسې مسولینو دا هم وویل، چې یو شمېر خصوصي ښوونځیو او مسلکي موسساتو سره يې د لباسونو د ګنډلو قراردادونه کړي، چې د حرفوي زده کړو فارغې شوې نجونې او میرمنې به د ښار څخه په کمه بیه زده کوونکو لپاره جامې ګڼدي، چې پدې سره به دوی ته په خپلو کورونو کې دایمي کار پیدا شي.

د مسوولینو په وینا له دا ډول برنامو څخه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری موخه داده چې کډوال، بې ځایه شوي او د ټولنې بې وزله قشر د اقتصاد له لحاظه پر ځان بسیا شي.

XS
SM
MD
LG