د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د کرکټ لوبډلې پر کپتان سرفراز بندېز ولګېد


سرفراز احمد د پاکستان لوبډلمشر او د ویکټ ساتونکی دی.

پراګ ـ د کرکټ نړیوالې شورا په لوبو کې د نسلي تعصب د قانون سرغړونې له کبله د پاکستان کرکټ لوبډلې پر کپتان سرفراز احمد بندیز لګولی دی.

انټرنیشنل کرکټ کونسل د جنورۍ پر ۲۷مه، پر سرفراز احمد تر هغې وروسته د څلورو لوبو بندیز ولګاوه چې هغه د جنورۍ پر ۲۲مه، د جنوبي افریقا د یوه تور پوستي لوبغاړي په اړه پر نسلي تعصب ولاړې څرګندونې کړې وې.

د کرکټ شورا وايي، سرفراز خپل جرم منلی دی.

سرفراز احمد په ډربن کې د جنوبي افریقايي لوبغاړي انډیلې پېهلوکوایو د بیټېنګ پر مهال د هغه د رنګ په یادولو طنزیه خبرې کړې وې او بیا یې بښنه هم غوښتې وه.

د شورا له بندیز سره سم، سرفراز به په راتلونو دوو ۵۰ اوریزه او بیا په دوو ۲۰ اوریزه سیالیو کې ګډون نشي کولای او د ده پر ځای به شعېب ملک په جوهانسبرګ کې د سیالۍ پر وخت د لوبډلې مشري وکړي.

XS
SM
MD
LG