د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي افريقا پاکستان ته په شپږو وکټونو ماتې ورکړه

د پاکستان او جنوبي افریقا ټېسټ کرکټ لوبه.
د پاکستان او جنوبي افریقا ټېسټ کرکټ لوبه.

جنوبي افريقا په ټېسټ کرکټ لوبه کې پاکستان ته په شپږو وکټونو ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د ډېسېمبر پر ۲۸مه د جنوبي افريقا په سېنچورين لوبغالي کې پای ته ورسېده.

پاکستان د دې لومړۍ ټېسټ لوبې په دوو پړاوونو کې ۱۸۱ او ۱۹۰ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې جنوبي افريقا په لومړي پړاو کې۲۲۳ او په دويم پړاو کې يې د څلورو لوبغاړو په ورکولو ۱۵۱ منډې جوړې کړې او لوبه يې وګټل.

تر دې وروسته به داوړه لوبډلې په کېپ ټاون او جوهانسبرګ کې هم ټېسټ لوبې کوي.

XS
SM
MD
LG