پراګ ـ پښتون ژغورنې غورځنګ، په کراچۍ ښار کې، د جنورۍ پر ۲۷مه هم خپله احتجاجي ناسته جاري وساتله.
دوی د عالم زېب مسود او خپلو نورو ملګرو د ګرفتاریو خلاف د جنورۍ له ۲۴مې نېټې راهېسې احتجاجي ناسته پیل کړې ده.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو احتجاج په داسې حال کې روان دی چې عالم زیب مسود د جنورۍ پر ۲۶مه، د سند های کورټ ته وړاندې کړل شو او په عدالتي ریمانډ جيل ته ولېږدول شو.
د یاد غورځنګ د سیند صوبې مشر نورالله ترین په دې اړه د جنورۍ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، د عالم زیب د کیس له اوریدنې وروسته هم د غورځنګ شپږ نور غړي پولیس نیولي خو د احتجاج سېوا کولو له دهړکې وروسته یې خوشي کړل.
پښتون تحفظ مومنت په کراچۍ کې د احتجاجي ناستې په ترڅ کې د سند له صوبايي حکومته غوښتنه کوي چې د دوی د غړیو د نیولو لړۍ دې بنده کړي او د دوی خلاف درج شوي پولیس رپورټونه دې هم ختم کړي.
نور الله ترین وايي د پیپلز ګوند په واکمنۍ کې، صوبايي حکومت ورسره دوه مخه پالیسي کوي.
((له یوه پلوه پولیس زموږ ملګري پورته کوي، رېنجر یې نه اوچتوي او پولیس د صوبايي حکومت د اختیار لاندې کار کوي. بل اړخ ته بیا وايي، مونږ درته وکیل درکوو چې ملګري مو له عدالته خوشي کړي، یعنې په موږ احسان هم کوي. خو که پیپلز ګوند غواړي چې له موږ سره ښېګړه وکړي نو پولیس ته دې ووايي چې زموږ ملګري دې نه نیسي، نو هیڅ مسله به نه وي.))
بلخوا د پیپلز ګوند یو مشر او پخوانی سینټر فرحت الله بابر وايي، په سند صوبه کې د دوی د حکومت ناکامه کولو لپاره تر دې وړاندې هم د پښتون تحفظ په مشرانو دغې صوبې د ورتګ بندیز لګول شوی وو چې بیا د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په حکم ختم کړل شو او اوس هم دغه هڅې روانې دي، نوموړي وویل:
((حقیقت دا دی چې پولیس دا کار د بل چا په وینا کړیدی. صوبايی حکومت، کابینه او یا وزیر اعلی په دې خبر هم نه دي. مونږ ته معلومه ده چې رېنجر او نورو ادارو دا کار د پیپلز ګوند د حکومت بدنامولو لپاره کړی او دا ثابتول غواړي چې دغه ګوند هم د پي ټي ایم خلاف دی. خو مونږ د دې غورځنګ خلاف نه یو او که نور څه نشو کولی نو د دوی د ملګرو د خوشي کولو لپاره به له دوی سره قانوني مرسته او ملاتړ کوو.))
فرحت الله بابر زیاتوي، صوبايي حکومت د عالم زیب مسود خلاف د ترهګرۍ د تورونو ختمولو لپاره هم عدالت ته درخاست ورکړی دی.
پښتون تحفظ مومنټ د جنورۍ په ۲۰مه، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود د اولني تلین په مناسبت جلسه وکړه او له هغې یوه ورځ پس د دې غورځنګ غړی عالم زیب مسود د ترهګرۍ او نورو تورونو په تور ونیول شو.