د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي وايي د افغانستان سولې لپاره هڅو ته دوام ورکوي


زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر لیدو مخکې په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو سره لیدلي ول

اسلام اباد - د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هېواد یې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ په خبرو کې اسانتیاوې برابرې کړې دي او د اسلام اباد د هڅو له وجې د دواړو خواو په خبرو کې پرمختګ شوی.

شاه محمود قریشي د جنورۍ پر ۲۷مه په ملتان کې خبریالانو ته وویل، په دې ډول پاکستان خپله ژمنه پوره کړې ده.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د جنورۍ پر ۲۶مه رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ په خبرو کې د مهم پرمختګ خبر ورکړ.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل هم د جنورۍ پر ۲۴مه په اوونیزه خبري غونډه کې ویلي ول چې هېواد یې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې مهم رول لوبولی دی.

شاه محمود قریشي وویل، پاکستان هیله لري چې افغان حکومت او طالبان د خبرو له لارې مسلې هوارې کړي.

قریشي دعوه وکړه چې داسې هېڅ اراده نه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخلت وکړي او زیاته یې کړه چې دا د افغان ولس خوښه ده چې په هېواد کې کوم نظام عملي کول غواړي.

په عین وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د جنورۍ پر ۲۷مه په کابل کې له افغان چارواکو سره غږېږي.

پر ټوېټر د خلیلزاد بیان

نوموړي د جنورۍ ۲۶مې پر ماخوستن پر ټوېټر ولیکل چې له طالب استازو سره یې شپږ ورځنۍ ناستې ګټورې وې چې پکې مهم پرمختګ شوی دی.

خلیلزاد زیاته کړې چې ژر به له طالب استازو سره بله ناسته هم وکړي.

نوموړي له دې زیات معلومات او له طالبانو سره د بلې ناستې نېټه نه ده ورکړې.

هلته طالب چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې له امریکايي استازي سره د سولې پر یوه مسوده موافق شوي چې ورسره سم به د یو نیم کال په موده کې بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي.

زلمي خلیلزاد د دې خبر په غبرګون څه نه دي ویلي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی.

XS
SM
MD
LG