د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو ملا عبدالغني برادر د قطر سیاسي دفتر مشر ټاکلی


طالبانو برادر پر داسې مهال د قطر دفتر مشر ټاکلی چې امریکايي استازی زلمی خلیلزاد هم په دوحې کې دی
طالبانو برادر پر داسې مهال د قطر دفتر مشر ټاکلی چې امریکايي استازی زلمی خلیلزاد هم په دوحې کې دی

اسلام اباد او پراګ - افغان طالبانو ویلي چې ملا عبدالغني برادر یې په قطر کې د سیاسي دفتر مشر ټاکلی دی.

مشال راډیو د جنورۍ پر ۲۴مه د طالبانو یو رسمي سند تر لاسه کړی چې پکې د برادر په ګډون د ځېنو نورو چارواکو د ټاکنو او نویو دندو په اړه معلومات ورکړل شوي.

په عین وخت کې رویټرز خبري اژانس ته یوه لوړپوړي طالب چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي، چې دا اقدام یې "له امریکا سره د خبرو په مناسب ډول پر مخ وړلو او پیاوړي کولو" په موخه کړی دی.

پاکستانیو چارواکو برادر په ۲۰۱۰ز کال کې نیولی وو او د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر ۲۵مه یې خوشې کړ.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي دي چې نوموړی به د طالبانو د مشر هبت الله اخونزاده د درېیم مرستیال په توګه هم کار کوي.

دا بدلون پر داسې وخت شوی دی چې امریکا د جنورۍ پر ۲۲مه وویل، په قطر کې یې له طالب استازو سره خبرې بیا پیل کړې دي.

په دې توګه د جنورۍ پر ۲۴مه پر څلورمه ورځ هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحې کې له طالب استازو سره خبرو ته دوام ورکړ.

رویټرز اژانس د طالب چارواکي په حواله ویلي چې "ملا برادر به ژر قطر ته ورشي" خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

د جنورۍ پر ۲۴مه یو شمېر غربي رسنیو خبر ورکړ چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

ځېنو سرچینو مشال راډیو ته وویل، دواړو لورویو له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو پر ایستلو هم بحث کړی دی.

خو افغان ولسمشر اشرف غني ويلي، په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د ایستلو موضوع ساده نه ده.

نوموړي د جنورۍ ۲۴مې پر مازیګر د سوېټزرلینډ په ډېووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په ترځ کې په خبرو کې وویل، امریکايي سرتېري یوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د امریکا د امنیت په موخه په هغه هېواد کې پراته دي.

اشرف غني وویل، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دنده، طالبان له کابل سره خبرو ته حاضرول دي.

د ده په خبره، د روانو بحثونو په اړه له افغان حکومت سره معلومات شریکول اړین دي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG