د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ۱۷۵ هېوادونو ته د برېښنايي ویزې اسانتيا ورکوي


د کراچۍ هوايي ډګر.

پراګ - پاکستان د سیلګرۍ د ودې لپاره د نړۍ د۵۰ هیوادونو وګړيو ته پر هوايي ډګر د ویزې ورکولو او نورو ۱۷۵ هېوادونو لپاره يې د برېښنايي [الېکټرونيکي] ویزو ورکولو اعلان کړی دی.

دا پرېکړه د جنورۍ پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د کابینې په غونډه کې وشوه.

په دې اړه مشال راډیو ته د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري وویل، د ویزې اخېستل يې اسان کړي دي.

"د دغو ۱۷۵ هېوادونو وګړي که پاکستان ته د راتلو لپاره د ویزې درخواست ورکوي نو ټول اسناد به انلاین جمع کوي او د نورو ۵۰ هېوادونو وګړي بې له وېزې پاکستان ته راتلای شي"

نوموړي هغه هیوادونه یاد نه کړل چې په اړه يې په سفري قوانینو کې نرمي اعلان شوې خو دومره يې وویل چې د هند لپاره په قوانینو کې څه بدلون نه دی راغلی.

په داسې حال کې چې پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، حکومت هڅه کوي چې د ویزې په قوانینو کې د اسانۍ په راوستلو سره بهرنيان د هېواد سیلاني سیمو ته راکش کړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG