د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت عالمزېب مسود په ریمانډ پولیسو ته وسپارلو


سوات کې د پي ټي اېم غړي د احتجاج پر مهال.
سوات کې د پي ټي اېم غړي د احتجاج پر مهال.

د کراچۍ يوه عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی عالمزېب مسود د څلورو ورځو په جسماني ريمانډ پوليسو ته وسپارلی.

نوموړی د جنورۍ په ۲۲مه په کراچۍ کې د پوليسو لخوا عدالت ته وړاندې وشو. پوليسو پر عالمزېب مسود د ترهګرۍ په شمول يوشمېر نور تورونه پورې کړي دي.

د بي ټي ایم یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې عالمزېب مسود یې د څلورو ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین بېګا مشال راډیو ته وویل چې عالمزېب مسود په دوشنبه له خپلو ملګرو سره د کراچۍ ښار کليفټن سيمې ته روان و چې پولیسو په زور له ګاډي راکښته کړ او له ځانه سره یې یووړ.

بلخوا نن په پېښور کې د سپين جومات مخ ته د پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونه پلويانو د عالمزېب مسود د نيولو او د شمالي وزيرستان په خيسور کې د امنيتي ځواکونو لخوا په مبينه توګه کورونو ته د ننوتلو پر ضد مظاهره کړې ده.

دوی غوښتنه کوي چې عالمزېب مسود دې خوشې کړل شي او په خيسور کې د ماشوم حيات خان وزير کور ته د امنيتي ځواکونو د ننوتلو په اړه دې پلټنې وشي او عاملينو ته دې سزا ورکړل شي.

د بښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنیشنل) هم په دوشنبه پر پاکستانیو چارواکو غږ وکړ چې سمدستي دې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عالمزېب مسود دې خوشې کړل شي.

دې سازمان د جنورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته پر ټوېټر بیان خپور کړ چې د غورځنګ مشرانو وویل، پولیسو د کراچۍ له کلېفټن سیمې څخه مسود نیولی او له ځانه سره بیولی دی.

په عین وخت کې د پاکستان پیپلز ګوند یوه مشر او پخواني سېنېټر فرحت الله بابر ویلي، د ګوند له مشر بلاول بوټو زرداري سره یې د مسود نیولو په اړه خبرې کړې دي.

دی وايي، د سیند حکومت د زندانونو وزیر د مسود پوښتنې ته استولی دی او زیاتوي چې ګوند یې د مسود ضمانت په موخه ورته وکیل هم ورکوي.

بابر زیاته کړه چې پولیسو عالمزېب مسود د سیند حکومت په امر نه دی نیولی.

د جنورۍ پر ۲۰مه په کراچۍ کې د وزلي نقیب مسود پر لومړي تلین د پښتون ژغورنې غورځنګ تر جلسې وروسته د سهراب ګوټ په تاڼه کې پولیسو د غورځنګ پر ۱۶ منتظمینو پرچه دایره کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنیشنل) هم په دوشنبه پر پاکستانیو چارواکو غږ وکړ چې سمدستي دې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عالمزېب مسود دې خوشې کړل شي.

د سهراب ګوټ تاڼېدار راو ذاکر مشال راډیو ته وویل، د غورځنګ د پلویانو پر ضد یې پرچه یا اېف ای ار لیکلی خو د عالمزېب مسود نیول یې رد کړل.

ذاکر وايي: "د مبینه ټاون تاڼې مخې ته د پي ټي اېم کسانو پرلت روان دی. زه له هغوی سره په مذاکراتو بوخت یم. موږ تراوسه څوک نه دي نیولي. زه غواړم له دوی سره ستونزه هواره کړم. زه هیله من یم چې زموږ خبرې به نتیجه ورکړي او هر څه به سم شي."

خو هلته پر ټوېټر ځېنو کسانو ویډیو خپره کړې چې پکې د پولیسو او په سپینو جامو کې ځېنې کسان د غورځنګ له غړو سره بحث کوي او بیا عالمزېب مسود له ځان سره روانوي.

تر دې مخکې هم د کراچۍ په څلور تاڼو، مبینه ټاون، ګلشن معمار، ګلزار هجري او انډسټرییل اېریا کې د پښتون تحفظ تحریک پر ۳۳ غړو او پلویانو مقدمې جوړې شوې دي چې پکې د غورځنګ مشر منظور پښتین، علي وزیر او نورالله ترین هم شامل دي.

د جنورۍ پر ۲۰مه په مقدمه کې د غورځنګ پر غړو او پلویانو په پورې شویو تورونو کې د ترهګرۍ هغه هم شامل دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي او د پاکستان له قانون سره سم جلسې او غونډې کوي.

XS
SM
MD
LG