د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر: د پاکستان په مرسته جوړ شوی روغتون به ژر پرانیستل شي


په لوګر کې د پاکستان په مالي مرسته روغتون جوړېږي.

د لوګر ولایتي روغتون، چې دا مهال د سلو بسترو په ظرفیت فعالیت لري، روغتیايي خدمتونه يې له هغه اندازې څو برابره لږ دي، چې په یاد ولایت کې يې خلک ورته اړتیا لري.

د یاد روغتون ناروغان، ناروغ لرونکي او ډاکټران وايي، چې د ناروغانو د ډېر تعداد له کبله د ماشومانو په واټ کې په یو چپرکټ کې دوه-دوه ناروغان بستر کیږي او ناروغ لرونکو لپاره هم مناسې انتظار خونې نشته.

بل لوري ته د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په کنجک سیمه کې به د پاکستان هېواد په مرسته د نائب امین الله خان لوګري په نوم جوړ شوی درې سوه بستریز روغتون چې د نوې ودانۍ په ګډون په پرمختللې طبي ټکنالوژۍ او ښو وسایلو سمبال دی، ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د لوګر د ولایتي روغتون د ماشومانو د واټ یو تن معالج ډاکټر محمد بشیر مشال راډیو ته وویل، شته روغتون مناسبه وداني او چاپیریال نه لري او د ناروغانو مراجعه هم ورته، د روغتون له شته ظرفیته څو برابره ډېره ده.

دی وايي، دا روغتون د ماشومانو، عمومي داخلې، عمومي جراحۍ او د ولادي او نسايي په څلورو برخو کې روغتیايي خدمتونه لري، خویوازې د ماشومانو په واټ کې يې ۶۰ ماشومان بستر دي.

دی وايي، په یو بستر کې يې دوه-دوه ماشومان اچولي او هغوی سره يې میندې هم په څنګ کې وي.

د لوګر د ولایتي روغتون یو بل تن ډاکټر غلام حضرت وايي، چې دوی د روغتون د ظرفیت په پرتله د پنځه ځلې ډېرو ناروغانو درملنه کوي.

نوموړی وايي، هر موسم ځانته نارغی لري او پدې ژمي کې دوی ته نږدې ټول د سینه و بغل ناروغان د درملنې لپاره ورځي.

د ډاکټر غلام حضرت په وینا دا روغتون په معیاري ډول، د هغه سل بستریز روغتون امکانات او وسایل هم نه لري.

په لوګر کې ناروغان او ناروغ لرونکي وايي، چې اوسمهال د پاکستان په ګډون بهر ملکونو ته په تګ ستونزې دي، نو هغو ستونزو او په ښار کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو او کلینکونو د درملنې او امکاناتو په پرتله د دې روغتون خدمتونه ښه دي.

دوی وايي، دا روغتون وړوکی او ناروغ لرونکو لپاره منظمې انتظار خونې نه لري، نو لدې کبله ناروغانو او ناروغ لرونکو دواړو ته په کې ستونزې دي.

د غوټۍ په نوم یوه مور هم چې پدې رغتون کې بستري ده وايي، بهر ته په تګ کې اوس ستونزې ډېرې دي، نو لدې ستونزو دا حالت هم ښه دی.

بل لوري ته د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ثمرګل ثمر وايي مني، چې شته ولایتي روغتون په هر لحاظ کوچنی او خدمتونه يې د اړتیا په پرتله لږ دي.

دی وايي، اوسنی ولایتي روغتون سل بستریز دی او بسترونه يې سل سلنه ډک دي، دد ې روغتون ساحه او وداني هم ډېره وړه ده، خو بیا يي هم د ناروغانو لپاره د درملنې څه نا څه شرایط برابر کړي دي.

ښاغلی ثمر د لوګر اوسیدونکو ته د زیري په ډول وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به د نائب امین الله خان لوګري درې سوه بستریز روغتون چې د پاکستان هېواد په مرسته جوړ شوی پرانیستل شي.

د ده په وینا، چې دې روغتون لپاره د روغتيايي او خدماتي پرسونل د ګمارنې کار په بشپړیدو دی.

د یادونې وړ ده، په لوګر کې د نایب امین الله خان لوګريروغتون د جوړولو چارې نږې لسکاله وړاندې پیل شوې وې، چې وروسته يې څو ځله د بیلابیلو لاملونه له کبله کارونه وځنډیدل.

خواوشا یو نیم کال وړاندې د یاد روغتون له ودانیزو چارو څخه د کتنې پر مهال د پاکستان سفیر د روغتون کار د بشپړولو وخت ۷ میاشتې ښودلی وو، خو اوس يې افغان چارواکي کارونه ۹۸ سلنه تکمیل شوي بولي او وايي، چې ژر به پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG