د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د کتاب لوست کمپاین پیل شو


په ننګرهار کې تعلیمي کمپاین.
په ننګرهار کې تعلیمي کمپاین.

د ادريس سیاووش په نوم يو ځوان له تېرې یوې میاشتې راهيسې د کتاب لوست تر شعار لاندې د ښوونځيو په زده کوونکو د کتابونو، کتابچو او قلمونو د ويش لړۍ له لغمانه د سایکل په ذریعه پیل کړه چې اوس يې دا لړۍ تر ننګرهاره راورسوله او له څو تنو رضاکاره ځوانانو سره څو ښوونځيو ته ولاړل او په ماشومانو يې کتابونه، قلمونه او کتابچې ووېشلې.

د کتاب لوست د کمپاین دا لړۍ د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت له مقامه پيل شوه.

په دې کمپاین کې له ادريس سیاووش يوه ډله رضاکاره ځوانان هم مله شوي ول او د سایکلونو په واسطه څو ښوونځيو ته ورغلل او په زده کوونکو يې کتابونه، قلمونه او کتابچې وویشلې:

د کتاب لوست د کمپاین مخکښ ادريس سیاووش وايي چې دوی به د ننګرهار ولایت ټولو ولسواليو ته په سایکلونو ځي په ښوونځيو کې به زده کوونکو ته کتابونه، قلمونه او کتابچې ورکوي:

(( د کتاب لوست ادارې اکثره فعاله غړي راسره دي، دوی به هم راسره دوی به هم په خپلو سایکلونو په دې کاروان کې راسره برخه اخلي. هغو سيمو ته چې اکثره ښوونځي يې تړل شوي او یا هم د کتاب تر لاسه کولو لپاره ډېر امکانات نه لري، حاضر یم چې په هغو ټولو سيمو وګرځم او زده کوونکو ته کتابونه، قلمونه او کتابچې ورکړم.))

ځوان سندرغاړی جاوید امېرخېل هم د کتاب لوست له کمپاین سره مل و، نوموړی وايي چې د تعليم په اړه يې د استاد حبیب الله رفیع ترانه سندره کړې، اوس غواړي چې د دې کمپاین له لارې يې تصویري کړي:

(( کله چې د کتاب لوست دا لړۍ روانه شوله او زه ورسره ملګری شوم، نو دا مې ښه وګڼله چې له دې لارې موږ دې سندرې ته تصویرونه راټول کړو چې په ولس کې کتاب لوستنه دود شي.))

د ننګرهار والي حیات الله حيات د د کتاب لوست د کمپاین د ځوانانو دا هڅه وستایله او ژمنه يې وکړه چې هر ډول مرستې ته چمتو دی:

(( له دې ځوانانو سره زه د نور ځوانان ګډون ته هڅوم. د دې اطمنان ورکوم چې موږ هر ډول مرستې ته چمتو يوو، تر څو وکولای شوو چې په زده کوونکو کې مطالعه رواج کړو.))

د کتاب لوست د کمپاین استازي وايي چې دوی په يوه میاشت کې تر پينځلس زره پورې، کتابونه، کتابچې او قلمونه په وړیا توګه راټول کړي او د ښوونځيو په زده کوونکو يې ویشلي دي.

XS
SM
MD
LG