د لاسرسي ځای

تازه خبر

وفاقي حکومت وړوکی بجټ وړاندې کړ


د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر وايي د بجټ موخه د هېواد اقتصادي مشکلات هوارول دي
د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر وايي د بجټ موخه د هېواد اقتصادي مشکلات هوارول دي

د خزانې وفاقي وزیر اسد عمر وړوکې بوجه (بجټ) وړاندې کړه او و یې ویل چې دې اقتصادي اصلاحاتو کې د ولس د اسانتیاو لپاره یوشمېر ټېکسونه کم کړل شوي دي.

د نوموړي په خبره چې تېرو حکومتونو کې د اقتصادي چارو ماهرینو وینا وه چې د پاکستان اقتصاد خطرناک حد ته رسېدلی دی او هم په دغه وجه د ملک په تاریخ کې په یوه کال کې دننه خساره څلور نیم سوه اربه ته رسېدلې وه.

بلو پلو مخالفو ګوندونو دا وړوکی بجټ رد کړو او وايي په دې کې اسانتیاوې یواځې د شتمنو لپاره کېښودل شوي دي.

په اسلام آباد کې د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه کې د خزانې وفاقي وزیر اسد عمر وړکې بجټ وړاندې کړو او و یې ویل چې دوی داسې اقتصادي اصلاحات راولي چې راتلونکې حکومت له به ای اېم اېف ته تګ نه وي پکار.

د نوموړي په خبره دوی د صنعتونو تجارت او کرکیلې پرمختګ لپاره اقدامات کوي چې ترمخه به یې غریبانو ته د قرض حسنه لپاره د پنځه اربه روپو سکیم راوستل کېږي او د دې ترڅنګ بنکونه به د وړو قرضو لپاره د ۳۹ في صده ټیکس پر ځای شل فيصده ټېکس اخلي او د ودونو د وړو تالارونو ټېکس به له شلو زرو څخه پنځه زره روپیو ته راټیټېږي او د ارزانو کورونو لپاره به قرضې هم ورکوي.

دا رنګ د کزوندګرو لپاره په ډیزلو باندې ټېکس له اوولس څخه پنځه فيصده ته راوستل شو او څوک چې دیارلس سوه سي سي موټر اخلي د هغوی لپاره د ټېکس ورکولو شرط هم ختم کړل شو او اتلس سوه سي سي موټر اخیستونکي به زیات ټېکس ورکوي او دا شان د دېرشو ډالرو په موبایل اخیستو به یونیم سل روپو پورې ټېکس وي خو که څوک له دې ګران موبایل اخلي هغوی به زیات ټېکس ورکوي.

په دې موقه د اسد عمر وینا وه چې دا بجټ نه بلکې د اقتصادي اصلاحاتو پېکېج دی: (دې وايي د خلکو په دماغو کې دي چې یو نوې بجټ وړاندې کېږي نو دا بجټ نه دی دا د اقتصادي اصلاحاتو لپاره د پانګونې زیاتولو لپاره د صنعتونو پیداوار زیاتولو لپاره کرکیلې ته ترقي ورکولو لپاره د اصلاحاتو یو پېکېج دی چې زه يې نن وړاندې کوم.)

بل پلو مخالفو ګوندونو دا اقتصادي اصلاحاتي پېکېج یا وړوکې بجت مسترد کړ او و یې چې په دې کې یواځې د شتمنو خیال ساتل شوی دی.

د پاکستان مسلم لیګ ن د قامې اسمبلۍ غړي ډاکټر عبادالله مشال راډیو ته په دې اړه وویل (( د دوی سره هېڅ تربیت نشته او نه په اقتصاد پوهیږي او د اسد عمر تقریر چې کوم وو دا د خزانې د وزیر کم او سیاسي تقریر زیات وو او دوی دا بجټ مسترد کوي )))

مشال راډیو چې په دې اړه د متحده مجلس عمل د قامي اسمبلۍ غړې شاهده اخترعلي نه وپوښتل نو د هغې وینا وه: (دا بجټ اوسني حکومت په دوهم ځل په شپږو میاشتو کې وړاندې کړو او په دې کې چې کومې اسانۍ ورکړل شوي دي هغه د شتمنو لپاره دي او د غریب لپاره پکې هېڅ نه شته، پکار دا وه چې د ګېس او بجلۍ او د ورځنۍ کارونې په څېزونو کې د بېوزلو لپاره څه کېښودل شوي وی نو زه فکر کوم چې له دې به غریب ولس نور متاثره شي.)

په اسلام آباد کې د اقتصادي چارو تجزیه کار ډاکټر معراج الحق وویل چې دې بجټ کې د عام ولس د ښېګړې لپاره څه په نظر نه راځي، د ده په خبره حکومت چې د کومو ټېکسونو ذکر کړی دی د هغه نېغ په نېغه اثر پر عام ولس پرېوځي او ولس ته پکې هېڅ هوساینه نه ترسترګو کېږي.

وړوکی بجټ پرداسې مهال وړاندې شوی چې لاهم په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت له اقتصادي بحرانه د راتولو هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG