د لاسرسي ځای

تازه خبر

واکمن تحریک انصاف قبایلو ته اېن اېف سي کې زیاتې پیسې ورکول غواړي


پوهان وايي قبایل ناامنیو او عملیاتو ځپلي نو ځکه د زیاتو پیسو مستحق دي
پوهان وايي قبایل ناامنیو او عملیاتو ځپلي نو ځکه د زیاتو پیسو مستحق دي

پراګ - د خیبر پښتونخوا سینییر وزیر وايي، صوبايي او وفاقي حکومتونه په قامي مالیاتي صندوق یا فنډ (اېن اېف سي) کې د خپلې ونډې کمولو او د قبایلو هغې لوړولو ته تیار دي.

محمد عاطف د جنورۍ اتمې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، دواړه حکومتونه له اېن اېف سي څخه قبایلو ته درې فیصده ونډه ورکول غواړي خو ځېنې صوبې لا هم دې ته چمتو نه دي او نه غواړي چې کلنۍ پیسې یې ورکمې شي.

په پاکستان کې یو قامي مالیاتي کمېشن دی.

کله چې وفاقي حکومت له ټول هېواده مالیه یا ټیکس ټول کړي نو د دې کمېشن په صندوق یا فنډ کې یې ږدي او بیا یې له یوې ځانګړې فارمولې سره سم، پر وفاق او صوبو وېشي.

هغه مهال چې قبایلي سیمې د وفاق تر واک لاندې وې، نو اسلام اباد به د هغو سیمو پرمختیا او نورو چارو لپاره پیسې ټاکلې. خو اوس چې هغه سیمې د خیبر پښتونخوا برخه دي او پکې اصلاحاتي بهیر روان دی، نو د عاطف په وینا، ځکه حکومت قبایلو ته د زیاتو پیسو ورکولو په تکل دی.

د قامي مالیاتي کمېشن د فنډ پیسې د صوبو د کلنۍ ګټې، ابادۍ، هلته د بېوزلې کچ او اړتیاو ته په کتو وېشل کېږي.

په عین وخت کې د قبایلو د ځوانانو جرګې ویلي، د جنورۍ پر ۱۱مه د ټولو قبایلي مشرانو او سیاستوالانو غونډه کوي.

د دې جرګې مشر ارشد اپریدی وايي، له اېن اېف سي فنډه درې فیصده برخه ۱۰۰۰ اربه روپۍ جوړېږي.

دی وايي، د دې کلنیو پیسو اخیستو پر لارو چارو به بحث وکړي.

د اپریدي په خبره، پاکستان تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې خپل حکومت لري، په وفاق او پنجاب کې د اېتلافي حکومتونو مشري کوي او د بلوچستان په صوبايي حکومت ورګډ دی، نو که وغواړي د قبایلو لپاره درې فیصده برخه په اسانۍ تر لاسه کولای شي.

دی وايي، په سیند کې د پیپلز ګوند د حکومت رضا کولو لپاره جرګه جوړوي.

د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د اقتصاد استاد معراج الحق وايي، په پاکستان کې د قامي مالیاتي کمېشن فنډ په وروستي ځل په ۲۰۱۵ز کال کې جوړ شوی وو او هر پېنځه کاله وروسته اعلانېږي.

دی وايي، له دې صندوقه هر کال صوبو او وفاق ته د بجټ پر مهال پیسې ورکول کېږي.

د پوهاند معراج الحق په وینا، قبایلي سیمې ناامنیو او پوځي عملیاتو ځپلې دي، پکې کورونه وران دي، تعلیمي ادارې، هسپتالونه او نور انفراسټرکچر یا بېخبنا یې بیارغونې ته اړتیا لري نو ځکه باید ورته ډېرې پیسې ورکړل شي.

دی وايي، د وروستي فنډ موده په ۲۰۲۰ز کال کې پای ته رسي او د پیسو نشتوالي له کبله د قبایلو اصلاحاتي بهیر هم له خنډ سره مخامخ دی نو ځکه هغه سیمې په اېن اېف سي کې د زیاتې ونډې مستحقې دي.

د پاکستان پارلېمان، پخواني ولسمشر ممنون حسین او د خیبر پښتونخوا تېرې اسمبلۍ د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې هغه اییني ترمیم منظور کړ چې ورسره سم، قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې.

XS
SM
MD
LG