د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د ماشوم د دعوو د پلټنو غوښتنه کړې


پښتون ژغورنې غورځنګ په خیسور کې جلسه وکړه
پښتون ژغورنې غورځنګ په خیسور کې جلسه وکړه

بنو - د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او سلګونه پلویانو یې د جنورۍ پر ۲۰مه د شمالي وزیرستان په خیسور کې په جرګه کې له انتظامیې غوښتنه کړې چې د هغه ماشوم د دعوو خپلواکه او رڼې پلټنې وکړي چې پر ټولنیزو رسنیو یې په یوه ویډیو کې کړې وې.

د غورځنګ یوه مشر او د پاکستان په پارلېمان کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ تر جرګې وروسته مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې یې له خلکو سره ولیدل او پر پېښه یې ځان پوه کړ.

دی وايي، جرګې ته د حیات خان وزیر په نوم هغه ماشوم هم ورغلی وو چې په ویډیو کې ښکاره شوی.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرې ویډیو کې حیات خان وزیر دعوه کوي چې امنیتي سرتېرو یې پلار او ورور شاوخوا څلور میاشتې مخکې بیولي ول او تر اوسه یې له ځانه سره ساتلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګې ته سلګونه کسان ورغلي ول
د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګې ته سلګونه کسان ورغلي ول

دا ماشوم وايي چې اوس هم دوه سرتېري یې کور ته ورځي، په انګړ کې په کټ کې ناست وي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې ویډیو د کره والي تصدیق نشي کولای او انتظامي یا امنیتي چارواکو یې هم په اړه څه نه دي ویلي.

موږ دا هم نشو ویلای چې دا ویډیو د کوم وخت ده.

داوړ وايي، په سیمه کې یې انتظامیې ته یوه اوونۍ وخت ورکړی دی چې امنیتي سرتېري دې د ماشوم پلار او ورور خوشې کړي او که داسې و نه شول، پښتون ژغورنې غورځنګ به لوی لاریون او احتجاج پیلوي.

داوړ وویل، د احتجاج ځای او نېټه به وروسته اعلانوي.

منظور پښتین (له کيڼې خوا) له ماشوم حیات خان وزیر او حیات پرېغل سره
منظور پښتین (له کيڼې خوا) له ماشوم حیات خان وزیر او حیات پرېغل سره

ده وویل، د سیمې له خلکو او ماشوم سره یې خبرې وکړې او له انتظامیې غواړي چې د ټولې قضیې پلټنې وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر ندیم عسکر وايي، د دوی لسګونه ملګري او د غورځنګ مهم مشران خیسور ته رسېدلي:

"د چا کور ته بې اجازې ننوتل زموږ د روایاتو تر پښو لاندې کول دي. دا چې حیات وزیر دا غږ پورته کړ نو پښتون قام پر دې راپورته شو."

د شمالي وزیرستان انتظامیې یا پوځ د حیات خان د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG