په پاکستان کې د اپوزیشن ډلو مشر شهباز شریف د مومند ډېم د ټېکې په اړه د پلټنو لپاره د یوې پارلمانۍ کمېټۍ جوړولو غوښتنه کړې ده.
د جنورۍ پر ۱۸مه قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې نوموړي وویل چې د دې ډیم د ۳۰۹ اربه روپيو ټېکه د پاکستان تحريک انصاف ګوند په مشرۍ مرکزي حکومت د وزیر اعظم عمران خان سلاکار عبدالرزاق داود ته ورکړې ده چې له اصولو څخه سرغړونه ده.
بلخوا وفاقي حکومت ادعا کوي چې دا ټېکه يې تر قوانینو لاندې ورکړی ده.
د اوبو او بجلۍ وفاقي وزیر فیصل واوډا د جنورۍ پر ۱۸مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د شهباز شریف د اعتراض ځواب به په قامي اسمبلۍ کې ورکوي.
حکومت اعلان کړی و چې پر مومند ډېم د کار پرانيسته د جنورۍ پر ۱۳مه کوي خو د ډېم د ټېکې پر سر د ولاړې شوې تنازعې وروسته ځنډول شوې ده.