د لاسرسي ځای

تازه خبر

حلیمزو مومند اېجنسي: پر باراني بند د کار نه پیلیدو خلک اندېښمن کړي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د مومند ایجنسۍ په بره حلیمزو کې د ګندهاب باراني ډیم د کار د ځنډیدو له وجې د سیمې د خلکو د اوبو د نیشتوالي ستونزه لا هم په خپل حال ده او دوی له حکومته غواړي چې په یاده پروژه دې زر تر زره کار پیل کړي.

په ګندهاب باراني بند، په ۲۰۱۳ م کال کې کار پیل شوی و او د پلان سره سم دا بند باید د ۲۰۱۵ کاله پورې جوړ شوی او ګټې ته وړاندې شوی وای خو دا چې د ۲۰۱۳ کال په ستمبر میاشت کې وسلوالو پر دغه ډیم برید وکړ، درې کسان یې ووژل او مشینري یې خرابه کړه نو کار هم په منځ کې پاتې شو. د فاټا د پرمختیايي ادارې لخوا په دې پروژه باید ۴۵۰ ملیونه روپۍ مصرف شوې وای، خو داسې ونه شول. کارپوهان وايي که دغه پروژه کامیابه شوې وای نو ۲۲ زره خلکو ته به اوبه رسېدلې وای.

اوس د سیمې خلک وايي د اوبو د نیشتوالي له کبله په سختو ستونزو کې راګېر دي. یو ځايي مشر جمعه ګل خان وايي:

(( ټینکر له موږ نه یو نیم زر روپۍ اخلي او اوبه راته راوړي. هغه اوبه بیا موږ په ډیګیو کې اچوو او وروسته یې استعمالوو، خو دا اوبه پاکې نه پاتې کېږي او اکثره وخت بیمارۍ خوروي. نو موږ ته ډېر تکلیف دی. ))

د سیمې یو بل مشر رشیدخان وايي دا چې کوهیانو کې یې اوبه ختمې شوې او د ټینکرونو د اوبو د مصرف وس یې نه رسیږي نو شبقدر ته یې کډه کړېده.

د سیمې یو بل اوسیدونکی ساجدخان وايي حکومت دې زر تر زره په یاد ډیم کار بیا شروع کړي.

د فاټا د پرمختګ اداره وايي د باراني ډیم کار څلوېشت فیصده بشپړ شوی او دوی تر اوسه نشي ویلی چې په پاتې پروژې به کار کله پیلیږي.

XS
SM
MD
LG