د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف سعید کوسه د پاکستان د نوي مشر قاضي په توګه لوړه وکړه


جسټس اصف سعید کوسه.

پراګ- اصف سعيد کوسه نن [د جنورۍ پر ۱۸مه] د پاکستان سپريم کورټ [سترې محکمې] د چيف جستس [مشر قاضي] په حېث لوړه وکړه. له نوموړي په اسلام اباد کې د ولسمشر په دفتر کې د دې هېواد ولسمشر عارف علوي سوګند واخيست.

د سوګند پورته کولو غونډه کې وزیر اعظم عمران خان، د پوځ مشر قمر جاوید باجوه او نورو حکومتي لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود.

کوسه به د ۲۰۱۹م کال د ډېسېمبر تر ۲۱مې د سترې محکمې د مشر قاضي په توګه دنده ترسره کوي.

له دې مخکې ثاقب نثار د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي و. د هغه د دندې موده د جنورۍ پر ۱۸ مه پای ته ورسېده.

جسټس اصف سعید کوسه د ۱۹۵۴ز کال د ډېسېمبر پر ۲۱مه د پنجاب په ډېره غازي خان کې زیږېدلې دی.

نوموړي تر ابتدايي زده کړو وروسته په ۱۹۷۵ز کال کې د قانون زده کړې بشپړې کړې او د نور تعلیم لپاره برتانیا ته ولاړ.

کوسه هلته په۱۹۷۷ او ۱۹۷۸ز کال کې د کیمبرېج له پوهنتونه د قانون دوه بریلیکونه واخیستل.

په ۱۹۷۹ز کال کې يې وطن ته په ستنېدو د لاهور په های کورټ کې وکالت پیل کړ او په ۱۹۸۵ز کې د سپریم کورټ وکیل شو.

اصف سعید کوسه د ۱۹۹۸ز کال د مې پر ۲۱مه د لاهور های کورټ قاضي او تر دې وروسته په ۲۰۱۰ز کال کې د سپریم کورټ جج شو.

د ۲۰۰۷ز کال په نومبر کې چې پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف بیړنی حالت نافذ کړ او ایین یې وځنډاوه نو کوسه یو له هغو قاضیانو څخه و چې د ولسمشر له لنډ مهالي امر سره یې سم د دندې لوړه و نه کړه.

کوسه په ۲۰۰۸ز کال کې د وکیلانو تر تحریک وروسته د لاهور های کورټ د قاضي په حېث وګمال شو.

جسټس اصف سعید کوسه د پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ضد د عدالت سپکاوي او د پخواني وزیراعظم نواز شریف پرضد د پاناما مقدمې د فیصلو په اورولو مشهور شو.

د نوي ګمارلي چیف جسټس اصف سعید کوسه په اړه د وکیلانو وینا ده چې هغه ښايي د عدلیې تقدس بحال کړي.

اصف سعید کوسه د قانون په اړه څلور کتابونه لیکلي او د پاکستان په ځېنو پوهنتونونو کې ښوونکی هم پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG