د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېلجییم کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د نقیب مسود تلین لمانځلی


د سویډن په مالمو کې یوه ویناواله د نقیب مسود تلین غونډې ته وینا کوي
د سویډن په مالمو کې یوه ویناواله د نقیب مسود تلین غونډې ته وینا کوي

پراګ - د جنورۍ پر ۱۷مه، په بېلجییم کې د پښتون تحفظ غورځنګ غړو او ملاتړو د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود لومړي تلین په مناسبت لاریون کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بېلجییم د کمېټۍ مشر سید عابد جان د جنورۍ ۱۷مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل د برسلز په لاریون کې یې د پاکستان له حکومته د نقیب مسود د قضیې د سمو پلټنو او ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

ده وویل، د اروپا پښتنو یو ځل بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو ملاتړ هوډ وکړ.

سید عابد جان تر لاریون وروسته غونډې ته وینا کوي
سید عابد جان تر لاریون وروسته غونډې ته وینا کوي

سید عابد جان وویل، د اروپا پښتانه ځان د هېواد له پښتنو بېل نه ګڼي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولو غوښتنو ملاتړ او د دې د پوره کېدو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پاکستان حکومت دې د نقیب مسود وژونکو ته سزا ورکړې، د ماورای عدالت وژنو پلټنو لپاره دې د ریښتیا موندنې کمېشن جوړ کړي، ورک کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړي او قبایلي سیمې دې له ځمکلانې بمونو پاکې کړي.

تر دې مخکې پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ پر ۱۳مه په ټانک کې د مسود تلین په مناسبت جلسه کړې وه چې پکې زرګونه کسانو ګډون کړی وو.

پر هم هغه ورځ، د مسود تلین په مناسبت په سویډن او هالینډ کې هم پښتنو او د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګو لاریونونه او غونډې وکړې.

نقیب مسود د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ کې په کراچۍ کې وژل شوی وو چې د وژنې تور یې په پولیس افسر راو انوار پورې شوی او د سپریم کورټ په ګډون یې د کراچۍ په عدالت کې هم مقدمه روانه ده.

انوار پر ځان لګېدلي تورونه ردوي خو د سیند یوې حکومتي پلټنیزې ډلې نوموړی د مسود د وژنې په قضیه کې تورن کړی دی.

د پاکستان پوځ وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ ځېنې غوښتنې یې وار له مخه عملي کړې دي.

د پاکستان د بشري حقونو چارو وزیرې شیرین مزاري د جنورۍ پر ۱۶مه قامي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل، که راو انوار مجرم وي، نو باید سزا شي.

نوموړې دا هم وویل چې د تحریک انصاف حکومت به په هېواد کې د خلکو ورکولو او ماورای عدالت وژنو مخنیوي اقدامات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG