د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې ځانمرګي برید د څلورو امریکایانو په ګډون ۱۶ کسان وژلي


په شام کې ځانمرګي برید یو شمېر کسان وژلي
په شام کې ځانمرګي برید یو شمېر کسان وژلي

پراک- د امريکا دفاع وزارت وايي، د شام په ځانمرګي بريد کې څلور امريکايان چې دوه يې سرتېري او دوه ولسي وګړي دي هم وژل شوي دي.

وسله والې اسلامي دولت ډلې د حملې ذمه واري منلې.

دفاع وزارت په بيان کې ويلي، دوه سرتېري چې يوه له دفاع وزارت سره کار کاوه او بل يو قراردادي وو، وژل شوي او درې سرتېري ټپیان دي.

د شام د بشري حقونو څار ډله وايي، پېښه د جنورۍ پر ۱۶مه په منبیج کې شوې.

دا برتانیا مېشته ډله وايي، په بريد کې د امريکا ملاتړ لرونکو پېنځو جنګياليو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي دي.

څار ډله زیاتوي، په چاودنه کې نهه ولسي وګړي او ځېنې نور ټپيان هم دي.

چاودنه د منبیج په مرکز کې په يوه رستوران کې شوې ده.

يوه عيني شاهد رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې امريکايي عسکر رستوران ته د ښار د پوځي شورا د غړيو ليدو ته ورغلي ول.

په سیمه کې دا چاودنه پر داسې مهال شوې چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ز کال په پای کې وویل، په شام کې اسلامي دولت ډله ماته شوې او له هغه هېواده سرتېري باسي.

د ولسمشر پر دې اعلان د امریکا د کانګرس ځېنو غړو او شنونکو انتقاد کړی دی.

ترکیې هم ویلي چې د امریکايي سرتېرو وتل به د سیمې امنیت وګواښي.

خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ټرمپ د دې اعلان هرکلی کړی دی.

په شام کې د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف او د ازاد شام جمهوري ځواکونه چې پکې کوردان هم شامل دي، د اسلامي دولت ډلې ضد عملیات کوي.

اسلامي دولت ډلې د ۲۰۱۴ز کال په جون کې په عراق او شام کې خلافت اعلان کړ چې تر هغې وروسته نړیوال اېتلاف یې پر ضد عملیات پیل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG