د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورکو بلوڅانو سازمان وايي احتجاجي ناسته یې نه ده ځنډولې


بلوڅانو د ورکو کسانو موندلو لپاره دا کیمپ په ۲۰۰۹ز کال کې لګولی وو

پراګ او کوټه - د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره هڅې کوونکي سازمان (وایس فار مېسېنګ بلوڅ پرسنز) ویلي دي چې په کوټه کې یې خپله احتجاجي ناسته نه ده ځنډولې ځکه چې حکومت د موافقې سرغړونه کړې.

د دې سازمان یوه مشر ماما قدیر بلوڅ د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، احتجاجي کیمپ لا هم لګېدلی دی چې پکې د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړي موجود دي.

دا خبره نوموړي تر هغې وروسته کړې چې د همدې سازمان مشر نصر الله بلوڅ د جنورۍ ۱۶مې پر ماښام په کوټه کې د بلوچستان له اعلا وزیر جام کمال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، تر حکومتي ډاډ وروسته ۱۰ کلن احتجاجي کیمپ تر دوو میاشتو ځنډوي.

دې غونډې ته کمال په خبرو کې وویل، په صوبه کې د ورکو کسانو مسله ډېره مهمه ده او حکومت هڅه کوي چې په دوو میاشتو کې یې هواره کړي.

نوموړي وویل، صوبايي حکومت ځکه هم دا مسله ژر تر ژره هواروي چې ځېنو ډلو ورباندې سیاست پیل کړی دی.

د کمال په خبره، د ورکو بلوڅانو مسلې هواري لپاره یې وار له مخه ځېنې اقدامات کړي چې ژر به نتیجه ورکړي.

اعلا وزیر وویل، د دې لپاره یې د وزیراعظم عمران خان په ګډون له یو شمېر چارواکو سره خبرې کړې دي چې ورته یې د ورکو کسانو موندلو په اړه تسلې ورکړې.

جام کمال وویل، په تېرو څو میاشتو کې له ۲۵۰ زیات ورک بلوڅان کورونو ته ستانه شوي دي.

تر دې وروسته نصر الله بلوڅ وویل، د ورکو کسانو موندلو په موخه یې له ۱۰ کلونو راهیسې د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي کیمپ لګولی وو چې د جنورۍ له ۱۷مې څخه به یې د دوو میاشتو لپاره ختم کړي.

بلوڅ زیاته کړه چې که په ورکو کسانو کې پر چا د جرم تور وي، نو د پاکستان له قوانینو سره سم دې مقدمه شي.

خو د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره د سازمان بل مشر ماما قدیر بلوڅ وايي، وزیراعلا ته یې ویلي ول چې حکومت دې ورک کسان خوشې کړي، امنیتي سرتېري دې نور بلوڅان نه نیسي او د هغوی ضد دې عملیات هم ودروي.

ماما قدیر بلوڅ وايي، اعلا وزیر ورسره ژمنه وکړه خو دوی خبر تر لاسه کړ چې د جنورۍ پر ۱۶مه هم امنیتي سرتېرو د تربت له دازن کلي څخه ۱۰ کسان له ځانه سره وړي دي.

دی زیاتوي، نصرالله بلوڅ هم ورسره د احتجاجي ناستې د نه ختمولو په پرېکړه کې ملګری دی.

موږ له نصر الله بلوڅ او حکومتي چارواکو سره د رابطو هڅه وکړه خو بریالي نشو. ​

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

انسان ژغورونکي سپي
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG