د لاسرسي ځای

تازه خبر

راو انوار ته باید سمه سزا ورکړل شي: شیرین مزاري


راو انوار (کيڼ اړخ ته) د وزیرستاني ځوان نقیب مسود په وژنه تورن دی
راو انوار (کيڼ اړخ ته) د وزیرستاني ځوان نقیب مسود په وژنه تورن دی

پراګ - د پاکستان د بشري حقونو وزيرې د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنه تورن پوليس افسر ته د سزا غوښتنه کړې ده.

شيرين مزاري د جنورۍ پر ۱۶مه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته په وينا کې وويل، د راو انوار پر ضد بايد جدي کارروايي وشي:

"راو انوار ته بايد هرومرو سمه سزا ورکړل شي. هغه ته ورکړل شوي مراعات غلط دي. زما په فکر زموږ حکومت بايد د راو انوار پر مقدمه سخت اقدام وکړي."

راو انوار د ۲۷ کلن وزيرستاني ځوان نقیب الله مسود په وژنه تورن دی چې په کراچي کې د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر درېيمه ورک شو او مړی يې د جنورۍ پر ۱۳مه په ښار کې وموندل شو.

انوار هغه مهال تور پورې کړی وو چې مسود د تحریک طالبان پاکستان غړی وو چې له پولیسو سره په نښته کې وژل شو.

وروسته عدالتي پلټنو د هغه ادعاوې ناسمې وبللې او ويې ښودله چې نقيب مسود په جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی وو.

دا هېڅ جواز نه لري چې تاسې خلک یوسئ او په جعلي مقابلو کې یې ووژنئ يا بې له څه ډول عدالتي کارروايۍ يې قتل کړئ.
شیرین مزاري

پولیسو انوار د ۲۰۱۸ز کال په مارچ کې له اسلام اباده ونیو خو د جولای پر ۲۲مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت په ضمانت خوشې کړ.

د بشري حقونو چارو وزیرې شيرين مزاري په خپله وينا کې د نقيب الله مسود په ګډون د هغو ټولو کسانو د تری تم کولو عمل وغانده چې عدالت ته تر وړاندې کولو مخکې وژل شوي.

نوموړې وویل، د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت به د خلکو د ورکولو لړۍ دروي:

"دا هېڅ جواز نه لري چې تاسې خلک یوسئ او په جعلي مقابلو کې یې ووژنئ يا بې له څه ډول عدالتي کارروايۍ يې قتل کړئ. دا عمل چې له اوږدې مودې راهيسې د نورو حکومتونو پر مهال هم روان وو، بايد پای ته ورسول شي او موږ به په دې اړه اقدام کوو."

د خلکو ورکولو ضد قانون

شيرين مزاري دا وينا په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د پوښتنې په ځواب کې کړې. خو داوړ د هغې له څرګندونو څومره مطمین دی؟

د دې په ځواب کې نوموړي د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د خلکو ورکولو بهیر هغه وخت درېدای شي چې په دې اړه قانون جوړ او عملي شي:

"د غايب کړل شوو کسانو په اړه زما [قانوني مسوده] پېنځه ځلې د اسمبلۍ پر اجنډا راغلې خو د اسمبلۍ غونډې ته وړاندې نه شي. د تری تم کېدو په دې عمل کې چې څوک ککړ وي او هغوی ته سزا نه وي ورکړل شوې نو تر هغو به دا عمل روان وي."

په پاکستان کې د ورکو کسانو د خوشې کولو لپاره کارکوونکې ټولنې او سازمانونه وايي، په هغه هېواد کې له ۱۸ زره څخه تر ۴۰ زره پورې کسان تری تم دي.

دوی د خلکو ورکولو تور پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي، خو هغوی په بیا بیا دا تور رد کړی.

هلته په پاکستان کې د ورکو کسانو په اړه سرکاري پلټنیز کمېشن وايي، د ۲۰۱۸ز کال تر پایه یې د ۵۵۰۰ کسانو د ورکېدو پېښې ثبت کړې وې چې څه باندې ۳۵۰۰ یې هوارې کړې دي.

XS
SM
MD
LG