د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سفیر له پاکستان سره د بندیانو د تبادلې پر مېکانزم سلا شوی


چارواکي وايي مشعل دا خبره په پېښور کې له کډوالو او د پښتونخوا له اعلا وزیر سره په لیدو کې کړې
چارواکي وايي مشعل دا خبره په پېښور کې له کډوالو او د پښتونخوا له اعلا وزیر سره په لیدو کې کړې

پراګ - په پاکستان کې د افغانستان سفير شکرالله عاطف مشعل وايي، کابل او اسلام اباد د بنديانو تبادلې پر مېکانېزم سلا شوي دي.

په اسلام اباد کې د سفارت یوه چارواکي د جنورۍ پر ۱۶مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا خبره مشعل د جنورۍ پر ۱۵مه په پېښور کې افغان کډوالو ته په وینا کې کړې او ویلي یې دې چې په وروستیو کې یې پر دې موضوع د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره خبرې کړې دي.

هلته د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر دفتر د جنورۍ پر ۱۵مه په یوه بیان کې ویلي چې افغان سفير عاطف مشعل له اعلا وزیر محمود خان سره د لیدو پر مهال، د صوبې په زندانونو کې د افغان بندیانو پر برخلیک غږېدلی دی.

بیان وايي، دواړو چارواکو د ویزو پر نظام، د تورخم پر پوله د تګ راتګ پر مسلو، د افغان کډوالو کارډونو مودې او د سوداګرانو پر ستونزو هم خبرې وکړې.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکی وايي، افغانستان او پاکستان اصولاً موافقه کړې چې د بندیانو د تبادلې نظام ته وروستی شکل ورکړي.

پي او ار کارډونه لرونکي ځېنې افغان کډوال په وړو جرمونو کې په جېلونه کې دي. له موږ سره له ۳۰ زيات وکيلان دي چې ورسره قانوني مرستې کوي.
قیصر اپریدی

دې چارواکې د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

خو دواړه هېوادونه د کوم ډول بندیانو د تبادلې پلان جوړوي؟ د دې معلومولو لپاره مو له افغان سفیر عاطف مشعل سره د رابطې هڅه وکړه، خو بریالي نشو.

دا وخت د پاکستان او افغانستان په جېلونو کې د دواړو خواو سلګونه کسان بندیان دي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) وياند قيصر خان اپریدی وايي، په پاکستان کې قانوني اسناد لرونکي کم افغانان بندیان دي:

"[د مهاجرت یا] پي او ار کارډونه لرونکي ځېنې افغان کډوال په وړو جرمونو کې په جېلونه کې دي. له موږ سره له ۳۰ زيات وکيلان دي چې ورسره قانوني مرستې کوي."

اپریدی زیاتوي، په پاکستان کې بې له اسنادو اوسېدونکو هغو افغان کډوالو په اړه هېڅ معلومات نه لري چې زنداني شوي دي.

په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند د عادي بندیانو د تبادلې د خبر هرکلی کوي او وايي، باید دا کار پخوا شوی وای:

"ځېنې قيديان [له] پاکستان سره دي او ځېني [له] افغانستان سره دي. دواړه ګاونډي هېوادونه دي او داسې [پېښې کېږي] خو دا کار بايد ډېر مخکې شوی وای او اوس [باید] سمدستي وشي. په دې لړ کې خنډونه لرې کول پکار دي."

پاکستان او افغانستان تر اوسه د بندیانو یا مجرمانو د تبادلې تړون نه لري.

XS
SM
MD
LG