د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان سوداګرانو احتجاج کړی دی


مظاهره کوونکي وايي حکومت ورته تر اوسه دوکانونه نه دي سپارلي
مظاهره کوونکي وايي حکومت ورته تر اوسه دوکانونه نه دي سپارلي

بنو - د شمالي وزیرستان د میرامشا (میرانشا) بازار یو شمېر دوکاندارانو او د جایداد مالکانو د انتظامیې پر ضد احتجاج ته دوام ورکړی دی.

دوی وايي، په ناامنیو او د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال د دوی دوکانونه ړنګ شوي ول خو اوس ورته حکومت په بیارغول شویو مارکېټونو کې برخه نه ورکوي.

دا سوداګر له څو ورځو راهیسې ورغونډ شوي او اتڼ یې هم کړی دی چې د شمالي وزیرستان د مظاهرو پخوانی دود دی.

ملک حاجي دریا جان هم په احتجاج کې شامل دی او د جنورۍ پر ۱۶مه یې مشال راډیو ته وویل، د خپلو جایدادونو تر اخیستو پورې به مظاهرې ته دوام ورکوي.

یو بل تن بیت الله خان وايي، د میرامشا په نوي بازار کې شاوخوا ۱۵۰ کسان له خپلو جایدادونو بې برخې شوي دي.

ده وویل، انتظامیې بازار داسې وېشلی چې یو کس ته یې پېنځه، پېنځه دوکانونه ورکړي، او بل ته هېڅ هم نه دي رسېدلي.

خو حکومت وايي، زرګونه دوکانونه په عملیاتو کې ړنګ شوي ول او تر اوسه یې یوازې ۱۳۰۰ جوړ کړي او چې کله نور دوکانونه او مارکېټونه جوړ کړي نو پاتې کسانو ته به یې هم ورکړي.

پر دې موضوع بشپړ رپورټ د غږ په ځای کې واورئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG