د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايرانۍ سپوږمکۍ مدار ته په رسېدو کې پاتې راغلې


ایران سټېلایت فضا ته د لېږلو پر مهال.
ایران سټېلایت فضا ته د لېږلو پر مهال.

ایران ويلي یوه سپوږمکۍ یا سټېلایت یې فضا ته توغولی خو د ځمکې مدار ته په رسېدو کې پاتې راغلی دی.

د ایران د مخابراتو وزیر محمد جواد اذري جاهرومي نن حکومتي ټېليویژن ته وویل، هغه راکټ چې د پیام په نوم سپوږمکۍ یې لېږدوله، د توغولو په درېیم پړاو کې لازم سرعت ته ونه رسېد.

​نوموړي د دې خرابۍ لامل څرګند نه کړ خو ژمنتيا یې وښوده چې ایراني ساینسپوهان به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.

ایران ژمنه کړې چې فضا ته به دوه سپوږمکۍ لېږي. د پیام سپوږمکۍ د توغولو راپور په داسې حال کې ورکول کېږي چې امريکا ایران ته د راکټي ازموینو کولو پر سر خبرداری ورکړی دی.

امريکا پر ایران تور پورې کوي چې د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو څخه سرغړونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG