د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د نواز شریف سزا بحالۍ لپاره د احتساب ادارې درخواست رد کړ


سپریم کورټ تر اوږد بحث وروسته د اسلام اباد های کورټ فیصله پر ځای وساتله
سپریم کورټ تر اوږد بحث وروسته د اسلام اباد های کورټ فیصله پر ځای وساتله

پراګ - د پاکستان سپریم کورټ د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف، د هغه لور مریم نواز او زوم محمد صفدر په اړه د اپارتمانونو په قضیه کې د سزا بحالولو په اړه د احتساب ادارې (نیب) غوښتنلیک رد کړی.

احتساب عدالت د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر شپږمه درېواړو ته په برتانیا کې د اېونفیلډ په نوم د ګرانو کورونو لرلو په تور د بند سزا اورولې وه چې د اسلام اباد های کورټ د سېپټېمبر پر ۱۹مه وځنډوله او هغوی یې خوشې کړل.

نیب د سزا ځنډولو د ختمولو یعنې درېواړه بیا زنداني کولو په موخه سپریم کورټ ته درخواست وکړ.

د جنورۍ پر ۱۴مه د سپریم کورټ مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ پینځه کسیزه جرګګۍ د نیب له وکیل سره اوږد بحث وکړ او وروسته یې د اسلام اباد های کورټ فیصله پر ځای وساتله.

احتساب عدالت نواز شریف ته د ۱۰ کلونو، مریم نواز ته یې د اووه او محمد صفدر ته یې د یو کال بند سزا اورولې وه چې تر هغې وروسته درېواړه د راولپېنډۍ د اډیالې په زندان کې بندیان ول.

د مسلم لیګ (ن) دې مشرانو او سیاستوالانو ته د عدالت سزا په پاکستان کې د ګوند د غړو او پلویانو مظاهرې وپارولې.

د سزا اورولو پر مهال نواز شریف او لور یې په لندن کې ول او چې یوه اوونۍ وروسته لاهور ته ستانه شول نو هلته یې ځان د احتساب ادارې چارواکو ته وسپاره.

درېواړه د درغلیو تورونه ردوي او وايي، د احتساب په نوم ورڅخه سیاسي غچ اخیستل کېږي.

د پاکستان حکومت وايي، د احتساب اداره په خپلو چارو کې خپلواکه ده.

XS
SM
MD
LG