د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریاض د جمال خاشقجي د وژونکو احتساب هوډ کړی: پامپېو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو (کیڼ) په ریاض کې له شهزاده محمد بن سلمان سره ویني
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو (کیڼ) په ریاض کې له شهزاده محمد بن سلمان سره ویني

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو ویلي، سعودي واکدارانو بیا هوډ کړی دی چې د خبریال جمال خاشقجي د وژونکو محاسبه به کوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۴مه له سعودي پاچا سلمان او شهزاده محمد بن سلمان سره تر لیدو وروسته وویل، دواړو مشرانو د احتساب پر اړتیا ټینګار کړی.

دی وویل، واشنګټن له ریاضه تمه لري چې په وژنه کې د ککړ هر کس احتساب وکړي.

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې سي ای اې په خپله ارزونه کې پر شهزاده سلمان تور پورې کړی چې د خاشقجي د وژنې امر یې کړی وو.

سعودي چارواکي دا تور ردوي.

خاشقجي د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر دویمه په استنبول کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ کې وژل شوی وو.

جمال خاشقجي د سعودي شاهي کورنۍ له سختو ناقدانو څخه وو.

ریاض وايي، د نوموړي د وژنې په تور پر ۱۱ کسانو مقدمه چلوي.

ترکیې په بیا بیا له ریاضه غوښتنه کړې چې تورن کسان دې وروسپاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG