پراګ - ایراني چارواکي وايي، له پلازمېنې تهران سره نېږدې یوه سامان وړونکې الوتکه د پېښې ښکار شوې چې پکې ۱۵ کسان وژل شوي او یوازې یو کس ژوندی پاتې دی.
رسنۍ وايي، د جنورۍ پر ۱۴مه بویېنګ ۷۰۷ الوتکې چې د کرج ښار پر فتح هوايي ډګر ناسته وکړه نو له دېوال سره وجنګېده.
د الوتکې ناستې پر مهال موسم خراب وو.
دا د ایران د پیام هوايي شرکت وه چې مالونه وړي.
کرج ښار له پلازمېنې تهرانه ۴۰ کېلومیټره لرې ده.
د ایران نیمه دولتي خبري اژانس فارس وايي، دا الوتکه له قیرغستانه، ایران ته ورغلې وه.
اژانس د پوځ له قوله وايي چې په الوتکه کې یوازې یو انجینر ژوندی پاتې شوی چې په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی.
د ایران پر دولتي ټېلېوېژن وښوده چې په الوتکې لمبې بلې وې.
پوځ ویلي، الوتکې له قرغیزستانه غوښه وروړله چې د کرج پر هوايي ډګر یې بیړنۍ ناسته وکړه.