د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو پر ستونزو خبریالي کوونکي اسد هاشم نړیوال انعام ګټلی


اژانس وايي هاشم ته په پښتنو سیمو کې د ناامنیو او مذهب سپکاوي پر موضوعاتو د خبریالۍ په وجه انعام ورکوي
اژانس وايي هاشم ته په پښتنو سیمو کې د ناامنیو او مذهب سپکاوي پر موضوعاتو د خبریالۍ په وجه انعام ورکوي

پراګ - د فرانسې خبري اژانس وايي، د کېټ وېب په نوم کلنۍ جایزه پاکستاني خبریال اسد هاشم ګټلې ده.

اژانس د جنورۍ پر ۱۴مه وویل، هاشم ته په پاکستان کې د پښتنو پر ستونزو او د مذهب سپکاوي پر موضوعاتو د خبریالۍ له کبله د ۲۰۱۸ز کال انعام ورکوي.

د فرانسې خبري اژانس (اې اېف پي) دا انعام هر کال په اسیايي هېوادونو کې هغو ځايي خبریالانو ته ورکوي چې په سختو او خطرناکو شرایطو او حالاتو کې خبریالي کوي.

په پاکستان کې د مذهب سپکاوي موضوع حساسه ده او په دې اړه د خبریالۍ او یا د مذهب پر سپکاوي د تورنو کسانو وکالت کوونکي هم له ګواښونو سره مخامخېږي.

د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر په پای کې چې د پاکستان سپریم کورټ د اسلام پیغمبر په سپکاوي تورنه عیسوۍ ښځه اسیه بي بي بېګناه وګرځوله او د هغې د مرګ سزا له ختمولو سره یې د هغې د خوشې کولو امر وکړ، نو د هېواد په لویو ښارونو کې مذهبي ډلو احتجاجي مظاهرې او لاریونونه وکړل.

د پاکستان حکومت اسیه بي بي له زندانه اسلام اباد ته ولېږدوله او وروسته یې وویل چې نوموړې په خوندي ځای کې اوسي.

په عین حال کې مخالفانو له سپریم کورټه وغوښتل چې خپلې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي.

خبریال اسد هاشم ۳۳ کلن دی او اکثر د مذهبي لږکیو د حقونو او ژوند او د هغو پښتنو په اړه رپورټونه جوړوي چې د پاکستاني حکومت له خوا د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې ځورېدلي دي.

د مذهب سپکاوي په څېر د ترهګرۍ، سختدریځۍ او د پوځي عملیاتو موضوع هم حساسه او مشکله بلل کېږي.

د خبریالانو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو په بیا بیا په خپلو رپورټونو کې ویلي دي چې د ترهګرۍ، سختدریځۍ او ناامنیو په اړه خبریالي کووونکي نه یوازې د وسله والو ډلو بلکې د پوځ له ګواښونو سره هم مخامخېږي.

همداراز، د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو پر مهال خبریالانو په خپلواکه توګه هلته د ورتګ او رپورټونو جوړولو اجازه نه لرله.

د فرانسې خبري اژانس د اسیا او ارام بحر د سیمې مشر فېلېپ ماسونې ویلي، اوسمهال په پاکستان کې خبریالان له ګڼو خطرو سره مخامخ دي.

دی وايي، په داسې حالاتو کې اسد هاشم په زړورتیا او خپلواکۍ خپله دنده پر مخ وړې او د همدې لپاره اژانس د کېټ وېب په نوم انعام جوړ کړی.

کېټ وېب د فرانسې خبري اژانس خبریاله وه چې په ۱۹۷۰ز لسیزه کې یې د امریکا او وېتنام ترمنځ د جګړې له ډګره خبریالي کړې وه.

نوموړې چې په ۲۰۰۷ز کال کې مړه شوه نو اژانس د هغې په ویاړ دا انعام اعلان کړ.

اسد هاشم ویلي، پر دې ویاړي چې جرګګۍ یې کار ستایلی دی.

نوموړی په پاکستان کې د الجزیرې ټېلېوېژن خبریال دی.

ټاکل شوې د فرانسې خبري اژانس د ۲۰۱۹ز کال په مارچ کې هاشم ته رسماً دا جایزه ورکړي.

XS
SM
MD
LG