د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه والو څلور ورځې وروسته احتجاج ځنډولی


کومه والو احتجاج.
کومه والو احتجاج.

د کورمې قبایلي ضلعې یو شمېر اوسېدونکو په پېښور کې له تېرو څلورو ورځو روان احتجاج نن د ډېسېمبر پر ۲۵مه وځنډاوه.

احتجاج له هغه وروسته وځنډول شو چې د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی ویاند اجمل وزیر تېر ماښام [د ډېسېمبر پر ۲۴مه] ورسره ولیدل او د هغوي د غوښتنو د پوره کولو ډاډ یې ورکړ.

د کورمې د ګنداو قبیلې دې احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې حکومت دې د دوی په سیمه کې د معدنیاتو پر را اېستلو بندیز لري کړي.

د احتجاج کوونکو یو مشر ملک مراد خان مشال راډیو ته وویل څلور میاشتې کېږي چې لاره یې بنده کړې او مالونه نه پرېږدي.

"اوس په احتجاج راوتلي یو چې حکومت ته خپل غږ پورته کړو."

احتجاج کوونکو مشال راډیو ته وویل چې که حکومت یې په ۱۰ورځو کې ستونزه هواره نکړه نو د ګورنر د کور مخې ته به پرلت وهي.

په دې اړه بشپړ راپور د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG