د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د جنورۍ پر ۲۳مه کوچنی بجټ وړاندې کوي


د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر وايي د بجټ موخه د هېواد اقتصادي مشکلات هوارول دي
د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر وايي د بجټ موخه د هېواد اقتصادي مشکلات هوارول دي

پراګ ـ د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر وايي د جنورۍ په ۲۳مه به حکومت پارلیمان ته وړوکی بجټ وړاندې کوي.

دا خبره نوموړي د جنورۍ پر ۱۲مه د کراچۍ د سوداګرۍ خونه کې صنعتکارانو ته وکړه.

اسد عمر وویل، د دې وړوکي بجټ په ترڅ کې به کاروباري هلو ځلو ته لا نورې ښې موقعې برابرې کړل شي.

((د ټیکس په نظام کې هر ډول بدلون به له پارلیمان څخه تر منظورۍ وروسته عملي کېږي. د پاکستان د حکومتي ګټو یا عایداتو ادارې (اېف بي ار) لخوا د خپلو قاعدو او ضابطو جوړولو اختیارات به محدود شي. او بله دا چې په دې وړوکي بجټ کې به تاسو د سرمایې لګولو او کاروبار کولو لپاره مالي مراعات ووینئ))

اسد عمر وايي د دې اقداماتو په نتیجه کې به د هېواد اقتصاد وده وکړي.

په پاکستان کې اکثر حکومتونه د لګښتونو او عایداتو ترمنځ د لوی توپیر له کبله اضافي بجټونو ته اړ کېږي. دا د تحریک انصاف په پېنځه میاشتنۍ واکمنۍ کې دویم اضافي یا کوچنی بجټ دی.

د هیواد اپوزیشن ګوندونو پر حکومت تور پورې کړی چې اقتصادي تګلار نه لري او مسلې نشي هوارولی.

د پیپلز ګوند سېنېټر بهره مند تنګی وايي د ځینو حکومتي ګامونو په نتیجه کې په هېواد کې سیاسي کړکیچ او بې باوري زیاته شوې نو ځکه اقتصاد یې د مشکلاتو ښکار دی.

((چې بې باوري زیاته شي نو بیا څوک په هېواد کې سرمایه کاري نه کوي، د هېواد برامدات هم کمیږي او اقتصاد ته تاوان رسیږي. اوس حکومت د سیاسي استحکام او اعتماد سازۍ پر ځایې په دویم وار هم مني بجټ وړاندې کوي، د بجلۍ، ګېس او تیلو بیعې به زیاتیږي چې په نتیجه کې به یې په غریبو خلکو مالي بوج لا نور سېوا کیږي.))‎‎

بلخوا د مسلم لیګ نواز ګوند غړی او د خزانې پخوانی وزیر رانا محمد افضل خان وايي تحریک انصاف په حکومت کې له راتللو وړاندې ډیرې دعوې کړې وې خو اوس یې ټول کار په مني بجټ روان کړی دی:

(( ګوري تر اوسه زموږ د ملک مالي حالت له بې ثباتي سره مخامخ دی. یو شمېر فېصلې چې د حکومت جوړولو سمدستي وروسته تحریک انصاف ته کول پکار وې هغې کې یې ډیر وخت ضایع کړ. خلک لا له وړاندې د اقتصادي بې یقینۍ ښکار وو اوس به د مني بجټ انتظار کوي، نو دا ډول حالت د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي. پکار ده چې حکومت اوس په فوري توګه برامداتو زیاتولو ته توجو ورکړي او هغو صنعتونو ته چې په دې کې کردار لوبولی شي، مراعات ورکړي.))

اسد عمر په خبرو کې همداراز وویل اقتصاد د هېواد د بهرنۍ تګلارې هم یوه مهمه برخه ده او حکومت ژمن دی چې بهرنۍ سرمایه کارۍ او تجارت ته به وده ورکوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG