پراګ ـ د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني علماوو د ممکنه غونډې جوړیدو هر کلی کړیدی.
نوموړي د جنورۍ پر ۱۲مه، مشال رېډیو ته وویل، په پاکستان او افغانستان کې علماوو تل د روغې جوړې لپاره مهم رول لوبولی دی:
"د افغانستان د مسلې نوعیت داسې دی چې پکې د دیني عالمانو کردار ډېر اهمیت لري. د افغان علماوو په پاکستان کې ډیر ښه ملګري او استادان شته، که دوی په خپلو کې سره کښېني نو د سولې لپاره به ډېر ښه امکانات برابر شي."
بل پلو د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري د جنورۍ په ۱۱مه وویل، د دواړو هیوادونو چارواکي په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په اړه د دواړو هېوادونو د علماوو ګډه غونډه جوړول غواړي خو نوموړي د دې غونډې نېټه نه ده ښودلې.
خو د پاکستان د علماوو د شورا مشر مولانا طاهر اشرفي وايي، د افغانستان د شخړې د حل لپاره پکار ده چې افغان حکومت، امریکا او طالبان عملي اقدامات وکړي. نوموړي وویل:
"پکار ده چې امریکا له افغان حکومت، طالبانو او په جګړه کې له ښکیلو ټولو افغان ډلو سره خبرې اترې وکړي او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله وڅېړي. پاکستان او د دې هیواد عالمان په دې شخړه کې یواځې دعا او منت کولی شي چې په جنګ کې ښکېل اړخونه دې د سولې د خبرو اترو لپاره له یو بل سره کښېني. په افغانستان کې امن خو موږ نه شو راوستلی، امن خو به له دغه هېواده د بهرني ځواکونو له وتلو سره راځي."
بلخوا د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی او دیني عالم قاضي امین وقاد وايي په موجوده حالاتو کې د دواړو هیوادونو د علماوو غونډه تر بل هر وخت ډېره مهمه او ګټوره به وي:
"اوسني شرایط داسې دي چې پکې نوره د سولې لاره پکار ده. افغان او پاکستاني ولس په جنګونو او بدامنۍ کې ډیرې قربانۍ ورکړې دي. اوس په افغانستان کې د جنګ جاري ساتلو هېڅ جواز نشته. د علماوو غونډې ډیر برکت لري چې د حکومتونو په موافقه به د سولې عمل پر مخ یوسي."
ښاغلی وقاد د دیني عالمانو ممکنه غونډه اسلام اباد ته د عمر داودزي د وروستي سفر مهمه لاس ته راوړنه بولي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا د مشرعمر داودزي دغه څلور ورځنی سفر د جنورۍ پر۱۱مه پای ته ورسید، چې پکې یې له اعلا حکومتي او پوځي چارواکو سره تفصیلي خبرې اترې وکړې.