د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سولې شورا د پاکستان همکاري ګټوره بللې


 عمر داودزی پاکستان ته څلور ورځې سفر.
۰۸/۰۱/۲۰۱۹
عمر داودزی پاکستان ته څلور ورځې سفر. ۰۸/۰۱/۲۰۱۹

د افغانستان سولې شورا وايي، محمد عمر داوودزی د پاکستان له چارواکو سره پر لیدو کتو هیله ښودلې چې په نېږدې راتلونکې کې به د سولې په اړه د افغانانو خپل منځني خبرې پیل شي.

د شورا د اجرائیه پلاوي غړي محمد اسماعیل قاسمیار د جنورۍ پر ۱۱ مه مشال ریډیو ته وویل، داودزی له پاکستاني چارواکو سره په لیدو کتو خوشبین دی.

"داودزی صېب له دغو لیدو کتو خوشبین دی او هیله یې ښودلې چې په دغه لږ وخت کې وکړای شو چې بین الافغاني مذاکرات پیل کړو، په دې کې د پاکستاني حکومت رول مهم دی، یعنې که هغوی همکاري وکړي، پر بین الافغاني مذاکراتو به مستقیم اثر وکړي"

قاسمیار وویل، د پاکستان اوسني حکومت ډېره توجه د هیواد اقتصاد ته اړولې او په دې پوهېدلی چې د افغانستان سوله د پاکستان د اقتصاد په ګټه ده.

داوودزي د جنورۍ پر اتمه نېټه د څلورو ورځو لپاره د افغانستان د سولې د خبرو په هدف، اسلام اباد ته سفر کړی دی.

ده ویلي چې پاکستان ته یې د سفر هدف دا دی چې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو هڅې همغږې کړي.

د سولې شورا د معلوماتو له مخې، عمر داوودزي په دغه سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د پاکستان د جمعیت علما له مشر مولانا فضل الرحمن، د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي او یو شمېر نورو سیاسي چارواکو سره لیدلي دي.

پخوا تر دې د سولي د عالي شورا ویاند احسان الله طاهري مشال راډیو ته ویلي، په دغو لیدو کتو کې هوکړه شوې چې د افغانستان د سولې لپاره به ګامونه پورته کړي چې په نېږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د دینې عالمانو ګډه غونډه جوړه شي.

شنونکی حمید عزیزي وایي که څه هم پاکستان د افغانستان په موضوع تل دوه مخی رول لرلی دی خو اوس نړیوال فشارونو هاغه هیواد افغانستان سره مرستې ته مجبور کړی دی.

"د پاکستان له حکومت سره له دې چې د امریکا د مرستو یوه برخه یې له لاسه وکړه او د افغانستان تجارت هم د نورو هېوادونو له لارې ترسره کېږي، د دې ترڅنګ پر هغه هېواد فشارونه هم راوړل کېږي او دغه هېواد غواړي چې کم یې کړي، له همدې امله پاکستانیان اړ دي چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي."

هغه وایي، که افغانستان له اوسنیو حالاتو په سمه توګه ګټه پورته نه کړه نو ښايي پاکستان خپله ګټه بیا د افغانستان له جنګه ترلاسه کول پیل کړي چې د دې سره به د سولې او امنیت هیلې نیمګړی پاتې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG