پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ پر۱۳مه د وزیرستان د وژل شوي ځوان نقیب محسود د لومړی تلین په مناسبت په ټانک کې لویه ولسي غونډه کوي.
د غورځنګ یو ځايي مشر عبدالرحمان وزیر د جنورۍ پر۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې د وژل شوي ځوان نقیب محسود د وژنې یو کال پوره شو خو لا تراوسه د هغه په وژنه کې ککړو کسانو ته سزا نه ده ورکړل شوی.
نوموړي زیاته کړه چې دا به یوه لویه احتجاجي غونډه وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران به په کې د سیمې د ولس د حقونو په اړه خبرې کوي.
په دغه اړه د بیدارۍ پیدا کولو لپاره د جنورۍ پر۱۲مه د غورځنګ له خوا یو لوې احتجاجي لاریون هم سره شو چې د غورځنګ د فعالانو په ګډون ځايي خلکو هم برخه واخسته او د نقیب محسود او نورو وژل شویو قبایلیانو په وژنه کې د ککړو خلکو د نیولو او د هغوی پرضد د قانوني کاروایۍ غوښتنه يې وکړه.
د غورځنګ مشر منظور پښتین په ولس غږ کړی دی چې د جنورۍ پر۱۳مه ۱۱نیمې بجې په ټانک کې په جوړه شوی غونډه کې ګډون وکړي.
نوموړي ادعا وکړه چې د امنیتي ځواکونو له خوا د خلکو د زورولو لړۍ دوام لري او د جنورۍ پر۱۰مه په شمالي وزیرستان کې یو خاصه دار د امنیتي ځواکونو په ولقه کې وژل شوی دی.
په دې اړه د ځايي امنیتي او انتظامي چارواکیو لخوا څه نه دي ویل شوي.