د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ضلعو ته خلک لا هم د ور تګ اجازه نه لري: پښتین


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د چارواکیو هغه ادعاوې رد کړي چې ګني خلک اوس د حکومتي اجازت نامې بغیر شمالي وزیرستان ته سفر کولې شي او خپل کاروبارونه کولې شي.

د جنورۍ پر۱۱مه مشال راډیو سره په مرکه کې نوموړي زیاته کړه چې اوس هم په امنیتي پوستو له ځايي خلکو سره ډېره سختي کېږي، کاروبارونه اغیزمن شوي دي او د وزیرستان په ګډون د نورو یو شمېر قبایلي سیمو بېکوره شوې ډېرې کورنۍ خپلو کورونو ته نه دي ستنې شوي.

منظور پښتین وویل، د شوال، اورکزو او کرمې ډیر کلي داسې دي چې څوک ورته د امنیتي ځواکونو د اجازې بغیر نه شي تللی.

د پشتین په خبره ځايي انتظامیه پخپله هم د پوځ د اجازې بغیر سفر نه شي کولی.

د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر عبدالناصر د ډېسېمبر پر ۲۹مه خبري رسنیو ته وویل چې سیمه کې د امنیت وضع ښه شوې او ډېر بېکوره شوي خلک راستانه شوي نو اوس مقامي خلک سیمې ته د سفر لپاره یوازې خپل قامي شناختي کارډ کارولې شي او له چارواکیو پیشګي اجازتنامې ته اړتیا نه لري.

د پاکستان د پوځ پخوانې بریګیډیر محمود شاه مشال راډیو ته ویلي، په ډېرو سیمو کې امنیتي پوستې لیرې کړل شوي، البته په ځینو غریزو سیمو کې امنیتي ځواکونه اوس هم د وسله والو د مخنیوي لپاره هدفي عملیات کوي.

​د شمالي وزیرستان په ګډون په ډېرو قبایلي ضلعو کې د پوځي عملیاتو او بندیزونو له کبله د خلکو ټولنیز او اقتصادي ژوند ډیر اغیزمن شوی دی.

ځينو ځايي وسیدونکو مشال راډیو ته ویلي که بندیزونه لیرې شي نو دوی به یو ځل بیا خپلې کاروباري هلې ځلې پیل کړي او خپلې ورانې شوې سیمې به ابادی کړي.

XS
SM
MD
LG