د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به د افغان سولې پروسې د يو غړي په حېث رول لوبوي: عمران


د پاکستان وزيراعظم عمران خان
د پاکستان وزيراعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ړ جنورۍ پر اتمه د ترکيې راډیو ټېليويژن [ټي ار ټي ورلډ] ته په مرکه کې ویلي، هیواد یې وار له مخه د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته پېل کړې ده.

د پاکستان سرکاري راډیو نن پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې وزیراعظم په دغه مرکه کې ویلي، اوس به د امريکا لخوا ترې د پخوا په شان د Do More يا لا نور څه کولو غوښتنه نه تکراریږي، بلکې پر ځای به یې «هیواد» د سولې د پروسې د یو «غړي» په حېث خپل رول لوبوي.

د پاکستاني وزیراعظم دا څرګندونې اسلام اباد ته د افغان ولسمشر د ځانګړي استازي عمر داود زي د سفر پر مهال مخې ته راغلې دي.

عمر داود زی چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا رییس هم دی، له دې سفره وړاندې یې مشال راډیو ته وویل، له پاکستاني چارواکو سره به په دې موضوع وغږیږي چې د سولې په بهیر کې دوی څه ډول عملي مرسته کولی شي.

افغان چارواکي پر پاکستان د وسله والو طالبانو د ملګرتيا تور پوې کوي خو پاکستان دا نه مني. دوی دريځ لري چې د افغانستان سولې ته ژمن دي او د دې لپاره به پر يادې وسله والې ډلې خپل محدود اثر و رسوخ وکاروي.

XS
SM
MD
LG