د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې پر ښځو د تشدد زیاتې پېښې ثبت شوې دي


کمېشن وايي د ښځو د وژنې۵۱ پېښې یې هم ثبت کړې دي
کمېشن وايي د ښځو د وژنې۵۱ پېښې یې هم ثبت کړې دي

په خېبر پښتونخوا کې د ښځو چارو حکومتي کمېشن وايي، د تېر کال په اخري شپږو میاشتو کې یې په صوبه کې پر ښځو د تشدد او د هغوی د وژنې زیاتې پېښې ثبت کړې دي.

د دې کمېشن یوې چارواکې امنې درانۍ د جنورۍ پر۱۰مه مشال راډیو ته وویل، په ټولو ۱۲۰ پېښو کې نهه د جنسي تېري او ۵۱ د ښځو د وژنو هغه دي چې پکې ناموسي وژنې هم شاملې دي.

نوموړې وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې کمېشن څه د پاسه ۳۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

امنې درانۍ وویل، په خیبر پښتونخوا په ورګډو شویو قبایلي ضلعو کې به هم د ښځو د حالت ارزونې لپاره د کمېشن څانګې پرانیزي.

دې زیاته کړه چې د ښځو د چارو حکومتي کمېشن به د تېر کال پېښو په اړه کلنی تفصیلي رپورټ ژر خپور کړي، خو نېټه یې و نه ښوده.

د چارو پوهان او فعالان وايي، پر ښځو د تشدد او د هغوی د ناموسي وژنو زیاتره پېښې ځکه نه ثبتېږي چې په ټولنه کې اګهي کمه ده.

XS
SM
MD
LG