د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب مسود کورنۍ وايي وینه یې نه خرڅوي


د نقیب الله مسود وژنې د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې مظاهرې وپارولې
د نقیب الله مسود وژنې د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې مظاهرې وپارولې

پراګ - په کراچۍ کې د وژلي ځوان نقیب الله مسود کورنۍ د خونبها اخیستو ګنګوسې او رپورټونه رد کړي.

د نوموړي د تره زوی عطا محمد مسود د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، ځېنې خلکو پر ټولنیزو رسنیو د خونبها اخیستو په اړه ناسم خبرونه خپاره کړي.

نقیب مسود د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ په پیل کې ورک شو او د هم هغې میاشت په دویمه اوونۍ کې یې کورنۍ خبره شوه چې وژل شوی.

هغه مهال د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسوه یوه مشر راو انوار خبریالانو ته ویلي ول چې نقیب مسود د وسله والو طالبانو غړی وو او له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی.

خو پر ټولنیزو رسنیو د نقیب مسود په اړه د دې خبر تر تردید وروسته چې فعالانو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې پیل کړې نو د سیند صوبايي حکومت د پېښې د پلټنو امر وکړ.

نقیب مسود د ټولو پښتنو بچی دی. موږ ته پخوا لوی، لوی پېشکشونه شوي. که دا کار مو کولای، نو پخوا به خرڅ وای. د نقیب وینه د پښتنو ده او موږ یې نه شرمومو.
عطا محمد مسود

یوې پلټنیزې کمېټۍ روښانه کړه چې پولیسو د مسود هدفي وژنه کړې او راو انوار پکې لاس لري.

حکومت انوار ونیو، عدالتي کارروايي پیل شوه او بیا یې په ضمانت خوشې کړ.

د مسود قضیه اوسمهال هم په عدالت کې ده او پر ټولنیزو رسنیو داسې خبرونه خپاره شوي چې ګواکې کورنۍ یې خونبها یا تاوان اخیستو ته تیاره شوې.

خو د مسود د تره زوی عطا مسود وايي، د خپلو حقونو لپاره به قانوني مبارزې ته دوام ورکوي:

"نقیب مسود د ټولو پښتنو بچی دی. اول خو داسې کېدای نشي چې [موږ خونبها واخلو.] موږ ته پخوا لوی، لوی پېشکشونه شوي. که دا کار مو کولای، نو پخوا به خرڅ وای. د نقیب وینه د پښتنو ده او موږ یې نه شرمومو."

ده دا ګیله هم وکړه چې د نقیب مسود وژونکی ازاد ګرځي او باید یې حکومت ونیسي.

سپریم کورټ ځانګړی امر کړی چې د وژنې د هرې مقدمې دې ژر تر ژره فیصله کېږي.
عبدالرحیم وزیر

مسود وايي، لا هم له عدالتي بهیره نه دی نهیلی شوی:

"له وزیراعلا او ګورنر سره مو لیدلي. هغوی دوه، درې ګېنټې راسره ډېرې ښې خبرې وکړې. موږ پوره مطمین یو او بله دا چې په عدالتي کارروايي کې وخت لګي."

هلته د نقیب مسود پلار محمد خان د تورن پولیس افسر راو انوار د ضمانت منسوخولو لپاره په عدالت کې درخواست دایر کړی.

د نقیب الله مسود د وژنې تور د پولیسو پر افسر راو انوار پورې شوی
د نقیب الله مسود د وژنې تور د پولیسو پر افسر راو انوار پورې شوی

په اسلام اباد کې د مسو د مقدمې څارونکی وکیل عبدالرحیم وزیر وايي، په مقدمه کې انوار رسماً تورن شوی او ښايي فیصله یې ژر وشي:

"سپریم کورټ ځانګړی امر کړی چې د وژنې د هرې مقدمې دې ژر تر ژره فیصله کېږي. د نقیب د مقدمې یو کال پوره کېږي. دا یوازینۍ قضیه ده چې پکې د سیند حکومتي کمېټۍ مرکزي تورن [راو انوار] ګناهګار بللی دی. په دې مقدمه کې به نور وخت و نه لګي ځکه چې پلټنې مکملې شوې دي او چالان هم جمع شوی."

د مسود په وژنه د تورن راو انوار وکیل عامر منسوب عدالت ته ویلي چې د ده پر موکل پورې شوي تورونه بې بنسټه دي او دا چې تحقیقاتي یا تفتیشي افسر له قاضي سره له مشورې پرته مقدمه جوړه کړې.

XS
SM
MD
LG