د لاسرسي ځای

تازه خبر

آيا د سولې روانې هڅې به بريالۍ شي؟


آيا د سولې روانې هڅې به بريالۍ شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو پېلولو لپاره ګڼې هڅې روانې دي. د سولې لپاره د امريکې بهرنيوو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمی خليلزاد او د افغان ولسمشر ځانګړي سلاکار، عمر داودزي په دې لړ کې سفرونه پېل کړي دي. مېلمانه: څيړونکي نجيب ننګيال او عقيل يوسفزی دي. کوربه يې بشير ګواښ دی.

د سولې لپاره د امريکې بهرنيوو چارو وزارت ځانګړي استازی، زلمی خليلزاد يو ځل بيا د سيمه ييزو هېوادونو په سفر دی او د افغان ولسمشر ځانګړی سلاکار، عمر داودزی پاکستان ته ورغلی دی.
پاکستان ته د سفر پر مهال دوادزي هلته د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سربېره د بېلابېلو سياسي ګوندونو مشرانو سره هم ملاقاتونه کړې دي. نوموړي پر دې سفر تر رواندېو مخکې د جنورۍ په ۷مه مشال راډيو ته وويل چې غواړي پر پاکستان ټينګار وکړي چې پر طالبانو د اثر رسوخ په کارولو سره يې افغان حکومت سره مذاکراتو ته کښېنوي.
طالبان ولې افغان چارواکو سره مخامخ مذاکرات نه کوي؟ دا او نورې ډېرې پوښتنې نن د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پوښتل شوي او ځواب شوي دي.
مېلمانه: د سياسي چارو څيړونکي نجيب ننګيال او عقيل يوسفزی دي.
کوربه: بشير ګواښ
XS
SM
MD
LG