د کوهاټ د دره ادم خېلو د سکرو کان کېندونکو مظاهره کړې او د خېبر پښتونخوا له حکومته يې غوښتي چې د دوی خونديتوب دې باوري کړي.
کان کېندونکو تر هغه وروسته احتجاجي مظاهره وکړه چې وسله والو د ټيکه دار حافظ الرحمان له کان څخه ۱۵کانکېندونکي وتښتول.
په مظاهره کوونکو کې يو تن فرمان الله نن [د جنورۍ پر اتمه] مشال راډيو ته وويل ټيکه داران او حکومت دې يوازې دوی نه بلکې د سيمې ټول کانکېندونکو خوندې کړي.
د ادم خېل درې د دغه کان مالک حافظ الرحمان بيا مشال راډيو ته وويل چې تښتول شوي کسان پرون [د جنورۍ پر اوومه] خوشي شوي دي او د بيا لپاره د داسې پېښو د مخنيوي هڅه کوي.
"دلته یوه داسې ډله شته چې هغوی د دوی پر کان او ځمکه قبضه کول غواړي."
نوموړي زیاته کړه، "د پېښې تورن کسان یې حکومت ته په نښه کړي خو لا تر اوسه د هغوی پرضد کاروايي نه ده شوې."
د دې کسانو د تښتونې سبب نه دی معلوم خو په تېرو وختونو کې داسې تښتونې د پېسو لپاره شوي وې.
په دې اړه بشپړ راپور په لاندې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.