د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي کوریا مشر چین ته تللی دی


د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان له خپلې مېرمنې سره
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان له خپلې مېرمنې سره

د څارونکو په باور د کيم جونګ ان د دې سفر موخه له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د احتمالي سرمشریزې وړاندې د بیجينګ همغږي ترلاسه کول دي.

د شمالي کوریا خبري اژانس لیکي، کیم جونګ ان له خپلې مېرمنې او لوړ پوړو چارواکو سره یو ځای د جنورۍ پر اوومه د بیجينګ په سفر روان شوی دی.

اژانس وايي، دا سفر د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه ترسره کېږي.

د چین رسمي خبري اژانس هم د دې خبر پخلی کړی دی.

چین ته د شمالي کوریا د مشر سفر وروسته له هغې ترسره کېږي چې راپورونه وايي، د امریکا او شمالي کوریا چارواکو په ویتنام کې سره کتلي او د کیم جونګ ان او ډونلډ ټرمپ ترمنځ د دويمې سرمشریزې د ځای په اړه یې خبرې کړي دي.

دواړو مشرانو د تېر کال [۲۰۱۸م] په جون میاشت کې په سینګاپور کې سره وکتل. دا ملاقات له دې پلوه تاریخي و چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ دا لومړۍ لیدنه وه.

له هغې وروسته، پر دې خبره معمولي پرمختګ شوی چې څنګه د شمالي کوریا سره یوه هوکړه وشي چې ترمخې یې دوی خپلې وړې خو مخ پر ودې اټومي وسلې له منځه یوسي.

امريکا له شمالي کوريا غواړي چې د اقتصادي بندیزونو تر لرې کولو وړاندې دې خپلې وسلې له منځه یوسي، خو په مقابل کې هغوی له واشنګټنه غوښتنه کوي چې دغه بندیزونه دې سمدستي لرې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG