د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: له بې ځایه شويو کډوالو سره نغدي مرستې وشوې


افغان چارواکي پر اړمنو مرستې ویشي.

جلال اباد ـ د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په ننګرهار کې له هغو ۹۰۰ کورنيو سره د ۱۳.۵ ميليونو افغانيو نغدي مرسته وکړه چې په روان لمریز کال کې د جنګونو له امله له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي او د جلال اباد ښار په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې استوګن شوي دي.

د جنګونو له امله له بې ځایه شويو کورنيو سره د مرستو دا لړۍ د جنورۍ پر شپږمه د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې پیل شوه.

د ننګرهار والي حیات الله حيات وايي چې په دې مرستو سربېره به له بې ځایه شويو او هغه کډوالو سره چې تازه له پاکستانه خپل هېواد ته راستنېږي، د قانون سره سمې مرستې به ورسره وکړي:

((د ۹۰۰ کورنيو لپاره چې له خپلو کورونو څخه د جنګونو له امله په ۱۳۹۷ لمریز کال کې بې ځایه شوي ول، د ژمي یوه کومکي بسته وه. زه د دې اطمنان درکوم چې هغه بې ځایه شوي او یا هغه کډوال چې زموږ د ګاونډي ملک پاکستانه خپل هېواد ته راستنېږي، موږ به د هغوی لپاره له قانون سره سمې هلې ځلې کوو.))

د نغدي مرستو د ويش په دې پروسه کې د افغاستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي هم برخه لرله. نوموړی وايي چې دا مرستې ځکه د بانکي چيکونو له لارې ورکول کېږي چې د مرستو په وېش کې شفافیت رامنځته کړي. دی وايي:

‎((دا پروسه داسې په پام کې نیول شوې چې پيسې به د افغانستان بانک ته انتقالېږي، بیا به درې تنه چې د ولایت د مقام لخوا تعين شوي، د هغوی په لاسلیکونو به چيک ورکول کېږي، مسحق کسان به بانک ته ځي او خپلې پیسې به تر لاسه کوي.))

یو شمېر هغه کسان چې له خپلو کورونو بې ځایه شوي ول، د مرستو د تر لاسه کولو لپاره شاهي ماڼۍ ته بلل شوي وو، دوه تنو چې د نغدي مرستو چيکونه يې تر لاسه کړي ول، مشال راډيو سره په خبرو کې وویل د مهاجرینو له وزارت څخه مننه کوي چې له دوی سره يې مرسته وکړه.

له کډوالو او بېرته راستنېدونکو سره اکثر وخت نړیوالې مرستندویه ادارې مرستې کوي خو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير سيد حسېن عالمي بلخي وايي چې په لومړي ځل د افغانستان د ۱۴ ولایتونو لپاره چې خلک يې د جنګونو له امله بې ځایه شوي، د افغانستان له خپلې بوديجې نه ورته ۱۸۰ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG