د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سږکال زرګونه افغان ګډوال افغانستان ته ستانه شوي'


له پاکستانه ستنېدونکو افغان کډوال.
له پاکستانه ستنېدونکو افغان کډوال.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو د چارو وزارت وايي، په تیره یوه اونۍ کې له پاکستان او ایرانه څه د پاسه ۱۷ زره او ۲۰۰ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

د دې وزارت ویاند حفیظ احمد میاخیل د جمعې پر شپه مشال راډیو ته وویل په راستنو شوو کې څه د پاسه ۱۵ زره له ایران او پاتې له پاکستانه ستانه شوي دي.

نوموړي وايي، ((له ایرانه د افغان کډوال راستنیدل په سلو کې لس زیات شوی دی.په مجموع کې د روان م کال له پیل راهیسې تر اوسه پینځه لکه ۷۷ زره او ۳۲ هېوادوال مو له پاکستان او ایران بیرته ستانه شوي دي.))

میاخیل وویل د راتلونکې اکتوبر میاشت په لومړی نېټه په جينيواکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ غونډه لري چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر په مشرۍ به افغان پلاوۍ هم په کې ګډون وکړي.

د هغه په خبره په دې غونډه کې بهافغان پلاوی کډوالو ته د لا نورو اسانتیاو او د هغوی د استنېدو له بهیر سره د مالي مرستو په زیاتولو خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG