د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښین کې په چاودنه کې پینځه کسان ژوبل شوي


د پښین په چاودنه کې دوه ولسي وګړي او دوه امنیتي سرتېري هم ژوبل دي
د پښین په چاودنه کې دوه ولسي وګړي او دوه امنیتي سرتېري هم ژوبل دي

کوټه - د بلوچستان په پښین کې د سړک تر غاړې چاودنه شوې چې پکې د تحصیلدار عبدالمالک ترین په ګډون پینځه کسان ژوبل شوي.

د پښین ډېپټي کمېشنر اورنګزېب بادیني خبریالانو ته ویلي چې پېښه د جنورۍ پر شپږمه هغه مهال شوې چې ترین په خپل موټر کې د بازار لوري ته روان وو.

تر پېښې وروسته پولیس او امنیتي سرتېري سیمې ته ورسېدل.

بادینی وايي، بم په موټرسایکل کې ایښوول شوی وو او هدف یې تحصیلدار عبدالمالک ترین وو.

دی وايي، د نوموړي په ګډون دوه ولسي وګړي او دوه د لېوي ځواک سرتېري په چاودنه کې ژوبل شوي.

پښین له کوټې څخه ۶۰ کیلومیټره لرې شمال لویدیځ لوري ته پروت ښار دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو ویلي دي چې حکومت به د بریدګرو پر ضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال امر کړی دی چې د کوټې په سېول روغتون کې دې د ژوبلو درملنې سم اقدامات وشي.

د پښین د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG