د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران افغان حکومت ته له طالبانو سره د کتنو په اړه معلومات ورکړل


د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال له طالبانو سره د ایراني مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی پلاوی د افغان طالبانو له استازو سره تر لیدو کتو وروسته د کابل په سفر تللی.

​د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ نن [د جنوري پر پینځمه] کابل ته ورسېد چې له بېلابېلو افغان چارواکو سره يې د کابل تهران پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې پر روانو هڅو خبرې اترې کړي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې عراقچي له طالبانو سره د ایراني چارواکو د وروستیو کتنو په اړه افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته معلومات ورکړل.

​په دغه کتنه کې چې نن په ارګ کې تر سره شوه، دواړو لورو له طالبانو سره د بحث ترڅنګ، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر او له چابهار بندره د غوره استفادې د څرنګوالي په اړه هم بحث او خبرې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره اوونۍ وویل، د افغان طالبانو له استازو سره يې د غونډې کوربه توب درلود چې د افغان سولې په اړه پکې خبرې اترې وشوې.

بهرام قاسمي خبرې غونډې ته ويلي و، د طالبانو استازو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال عباس عراقچي سره مفصلې خبرې وکړې، خو دا چې د دغو خبرو نتیجې څه وې، نه افغان او نه هم ایراني چارواکو تر اوسه څه ویلي دي.

طالبانو هم د جنوري پر اوله نېټه په يوه خبرپاڼه کې تهران ته د دوی د يوه پلاوي سفر تایید کړ او ویلي يې دي چې دا پلاوی د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په خاطر هغه هېواد ته لېږل شوی و.

افغان حکومت بیا د افغانستان د سولې په خاطر د هېوادونو له هغو هڅو هر کلی کړی چې د افغانانو په مشرۍ يې د سولې لپاره تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG