د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران له طالبانو سره د افغانستان "د امنیتي ستونزو پر هواري" غږېدلی


د ایران لوړپوړي امنیتي چارواکي علي شمخاني په کابل کې له حکومتي چارواکو سره ولیدل

پراګ - ایرانیو رسنیو او د فرانسې خبري اژانس ویلي دي چې ایران له افغان طالبانو سره خبرې کړې دي او دا چې افغان حکومت له دې پرمختګونو خبر دی.

د ایران تسنیم او فارس خبري اژانسونو ویلي چې دا اعلان د هغه هېواد د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني د ډېسېمبر پر ۲۶مه په کابل کې وکړ.

دا خبر تر هغې وروسته خپور شوی چې د ډېسېمبر تر نیمايي وروسته د طالبانو استازو په ابوظبۍ کې له امریکايي، سعودي، عربي اماراتو او پاکستان له پلاویو سره د افغانستان د سولې بهیر پیلولو په اړه خبرې وکړې.

خو دې وسله والې ډلې هلته د کابل له استازو سره و نه لیدل.

همکاري به یقیناً د افغانستان د اوسمهاله امنیتي مسلو د هواري مرسته وکړي.
علي شمخاني

د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د شمخاني له خولې لیکلي چې هېواد یې له طالبانو سره د "افغانستان د امنیتي مسلو ختمولو لپاره" خبرې کړې دي.

ده ویلي، افغان حکومت یې له "طالبانو سره له رابطو او خبرو خبر کړی وو او دا بهیر به روان وي."

شمخاني دا روښانه نه کړه چې له طالبانو سره خبرې کله او چېرې شوې دي.

خو ده وویل چې د تهران او کابل "همکاري به یقیناً د افغانستان د اوسمهاله امنیتي مسلو د هواري مرسته وکړي."

عباس اصلاني د تسنیم خبري اژانس خبریال دی او پر ټوېټر یې لیکلي چې دا لومړی ځل دی چې ایران له طالبانو سره د خپلو رابطو رسمي تصدیق وکړ.

تر دې مخکې یو شمېر افغان ولایتي، امنیتي او مرکزي چارواکو او ځېنو امریکايي مقاماتو پر ایران او روسیې تور پورې کړی وو چې د طالبانو ملاتړ کوي.

ایران او روسیې دا تور رد کړی وو او مسکو په بیا بیا ویلي چې له طالبانو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي.

طالبانو البته ویلي ول چې روسیه یې اخلاقي ملاتړ کوي. خو هغې ډلې له تهران سره د رابطو په اړه څه نه ول ویلي.

په ابوظبۍ کې له افغان حکومتي پلاوي سره له لیدو تر انکار وروسته چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته ورسېد نو هلته یې خبریالانو ته وویل چې باوري دی چې کابل د شخړې ختمولو ته ژمن دی خو شک یې وښود چې ایا "واقعي طالبان د سولې" هڅې کوي او که څنګه؟

کابل هم ویلي ول چې له افغان حکومتي استازو سره د طالبانو نه لیدل ښيي چې هغوی سولې ته ژمن نه دي.

خو طالبان وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر موجودګۍ پورې له افغان حکومت سره د جوړجاړي خبرې نه کوي.

XS
SM
MD
LG