د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو بهير جاج اخلي: مايک پنس

مايک پنس
مايک پنس

د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو بهير جاج اخلي.

مايک پنس دا خبره له هغو راپورونو وروسته کړې چې پکې ويل شوي ول چې ولسمشر ټرمپ دفاع وزارت ته امر کړی چې له افغانستانه د ۷۰۰۰ سرتيرو د ايستلو لپاره تياری ونيسي. دا وخت په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ امريکايي سرتيري موجود دي.

له مرستيال ولسمشر مايک پنس سره فاکس نيوز مرکه کړې چې د جنورۍ پر درېيمه ناوخته خپره شوې. دی وايي ولسمشر د دې بهير جاج اخلي.

تر دې يوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ د سیمې پر هېوادونو په تېره بيا پر روسیې، پاکستان او هند غږ کړی و چې په افغانستان کې دې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې زیات رول ولوبوي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG